څېړونکو په ړومبي ځل د یو لرې ستوري د اوسیدو جوګه سیمې کې د ګرځېدونکي ځمکې په څېر شاوخوا د فضا د موجودیت نخښې موندلې دي.
د څېړونکو په وینا، دا موندنه ښايي چې زموږ د نمریز نظام څخه بهر هم داسې سیارې موجودېت لرلی شي چې د زمکې په څېر چاپېریال ولري.
دغې زمکې ته د ورته سیارې په فضا کې هیلیم ګاز موندل شوی دی. که څه هم یوازې په هیلیم کې ژوند ممکن نه دی، خو ساینسپوهان وایي امکان لري چې د دې سیارې په فضا کې نور ګازونه هم موجود وي.
د دې څېړنې لیکوال، د هارورډ پوهنتون ډاکټر کولن چیروبِم، دا موندنه “لویه علمي لاسته راوړنه” بللې ده.
هغه وایي: “دا ړومبی ځل دی چې د بل ستوري د استوګنې وړ سیمې په یوه ډبرین سیاره کې د فضا شتون کشف شوی دی.”
دغه سیارې ( ایل ایچ ایس ۱۱۴۰ بي) ته نوم ورکړی شوی دی چې د زمکې نه ۴۸ نوري کاله لرې ده. دا د یو داسې ستوري ګیر چاپیره چورلي، چې زمونږ د نمر په پرتله ورکوټی او نسبتاً یخ دی.
تر اوسه پورې د لرې پرتو ستورو ګیرچاپیره چورلیدونکې شاوخوا ۶ زره سیارې موندل شوې دي، خو دا نوې موندنه ځکه ځانګړی اهمیت لري چې دا مونږ د ژوند جوګه نړۍ موندلو هدف ته یو بل مهم ګام ورنږدې کوي. پوهان وایي، جیمز ویب ټیلي سکوپ به اوس ددغه سیارې پحقله نور معلومات راغونډ کړي.