د روغتیا نړیوال سازمان ډبليو ايچ او وايي په اروپا کې د سختې ګرمۍ له امله له ۱۳۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي د نړیوال سازمان مشر ټیډروس ګیبریاسس د جون په ۲۸ مه رسنيو سره شريک کړي خپل يو بيان کې ویلي چې د جون له ۲۱مې وروسته په اروپا کې د زیاتې ګرمۍ له امله له ۱۳۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي دي، د نوموړي په وينا چي د اوړي په موسم کې د تودښي يا ګرمۍ له عمله نور مرګونه هم رامنځ ته کيدي شي
د اروپا په جرمني، پولنډ او چک جمهوریت کې د تودوښې پخواني ریکارډونه مات کړی دي، او دا سخته ګرمي اوس د ختیځ لور ته روانه ده ۔ ټیډروس ویلي چې دا ډول ګرمي اکثره پټه خوله مرک(خاموش قاتل) بلل کېږي، ځکه خلک پرې ژر نه پوهېږي، او د اروپا کورونه، دفترونه او ښوونځي د داسې سختې ګرمۍ لپاره نه دي جوړ شوي.
د فرانسې د روغتیا وزارت ویلي چې یوازې د چهارشنبې ورځې وروسته په هېواد کې شاوخوا ۱۰۰۰ زیاتې مړینې ثبت شوي دي.
د معلوماتو له مخې په مړه شیوو کسانو کې ډېری هغه کسان دي چې عمر یې ۶۵ کاله یا تر دې زیات دی، او په کورونو کې د مړینو کچه ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.
ټیډروس خبرداری ورکړی چې اروپا د نړۍ تر ټولو چټک تاوده کېدونکی براعظم دی، چیرته چې تودوښه د نړۍ د اوسط په پرتله دوه برابره لوړيږي۔هغه زیاته کړه چې اوس مهال په ټوله اروپا کې میلیونونه خلک د سختې ګرمۍ تر اغېز لاندې دي د هغه په خبره چې سلګونه کسان مړه شوي، ښوونځي تړل شوي او د برېښنا سیسټمونه تر فشار لاندې دي.
یاده دې وي چې په هسپانیه کې هم د ګرمۍ له امله له ۲۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي دي.