د خيبر پښتونخوا حکومت به د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال پوره بجټ وړاندې کوي

د  پاکستان تحریک انصاف د خيبر پښتونخوا ویاند شوکت یوسفزي رسنيو ته لېږلي يو بيان کې ويلې چې حکومت د درې میاشتنۍ بودیجې وړاندې کولو نظر پرېښی او اوس به د ټول کال مالي پلان وړاندې کوي۔

د خيبر پښتونخوا وزير اعلا سهيل څو ورځې وړاندې وويلې وو چې که عمران خان سره د ملاقات موقع ور نه کړل شوه نو د دوي حکومت به د پوره کال پر ځای د دريو مياشتو لنډمهاله بجټ وړاندې کړي۔

خو شوکت يوسفزي په خپل تازه بيان کې وويلې دي چې د قانوني او اداري ستونزو له امله دا پلان عملي نه شو۔

شوکت یوسفزي زیاته کړې چې درې میاشتني بجټ به د صوبې لپاره مالي او ترقياتي ستونزې جوړې کړې وې او په ترقياتي منصوبو او اقتصادي وده به یې منفي اغېز کړی وو۔

د هغه په وینا، د ګوند مشرانو د حالاتو له ارزونې وروسته وزیراعلیٰ ته مشوره ورکړه چې د صوبې د پراخې ګټې لپاره پوره د يو کال بجټ وړاندې کړي۔

نوموړي وویل چې کلنۍ بودیجه به اقتصادي بې باوري کمه کړي او په خېبر پښتونخوا کې به د روانو او نوو ترقياتي منصوبو عملي کول يقيني کړي۔

د معلوماتو له مخې، د خېبر پښتونخوا د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال بجټ به د جون په ۱۹مه، د جمعې په ورځ، صوبایي اسمبلۍ ته وړاندې شي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.