د جولایي پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د سوات د کالام په سېف الله جهیل کې د سیلانیانو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې ۶ کسان مړه شوي دي
د ژغورنې (ریسکیو ) 1122 سوات خبر له مخې، د پېښې اطلاع د دوی کنټرول روم ته ورسېده او له هغې وروسته د ژغورنې ډلې او امبولانسونه سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل.
د ژغورنې ټیم ۱۱۲۲ په خبره چې د ژغورنې پر مهال یې د ۶ کسانو مړي را ایستي او د امبولانسونو په وسیله یې د کالام روغتون ته لېږدولي دي.
بل لور ته د خیبرپښتونخوا اعلا وزیر محمد سهیل اپریدی د دې پېښې نوټس اخیستی او اړوندو چارواکو ته یې د سمدستي راپور وړاندې کولو امر کړی دی.
د اعلا وزیرا دفتر ویلي، که د چا کوتایي یا بې پروایي ثابته شوه نو پر ضد به یې قانوني کارروایي کېږي.
محمد سهیل اپریدي د مړه شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ د څو غړو مړینه ډېره دردونکې ده.
هغه زیاته کړې چې د صوبې حکومت په دې سخت وخت کې د اغېزمنو کورنیو ترڅنګ ولاړ دی.