د خوست په حصارک کې د حرفوي کان کېندونو کارونه پیل شول

نن د جون پر ۲۲مه د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اړوند د حصارک په غرییزه سیمه کې د ګرین کارنېټ منرال حرفوي کان کېندنې بهیر پیل شو۔
د کانونو د نوې لایحې مطابق حرفوي کانونه هغه دي، چې په کېندلو او سپړلو کې يې نوي فیصده ګټه ځايي خلکو ته رسیږي او د عوایدو یوازې لس سلنه يې د حکومت د بودیجې برخه ګرځي۔
چارواکي د کانونو د استخراج د دې بهیر موخې د خلکو لپاره کارموندنه او تر څنګ يې د ولسونو اقتصاد کې د ښه والي راوستل یادوي۔
د کانونو رئیس مولوي صادق جان حمزه مشال ډېجټل ته وویل، د دې کانونو هر بلاک لپاره دوه جریبه ځمکه ټاکل شوی، چې هر یو بلاک سیمه والو ته د دوو کلونو لپاره په قرارداد ورکول کیږي۔
نوموړی زیاتوي، د حصارک په سیمه کې د علاقمندانو لپاره تر سلو بلاکونو پورې د کانونو سیمې شته، چې په ډېر ساده او اسانه لار يې قرارداد کولې شي۔


صادق جان حمزه وړاندې وویل: ”د دې ګټه خلکو ته داده چې نوي سلنه عواید یې خلکو ته ځي او یوازې لس فیصده يې د دولت عوایدو ته جمع کیږي”۔
بل لوري ته ځايي خلک د خپلو سیمو په کانونو کې کارکول یو ښه فرصت بولي او وايي، پخوا په دې برخه کې قانوني ممانعتونه بیخي ډېر ول۔
د حصارک اوسیدونکی جوهر خان ګوهر وايي، مخکې د دوی د سیمې کانونه قاچاق کېدل، چې نه یې حکومت ته ګټه وه او نه خلکو ته۔
نوموړي زیاته کړه: ”دا معدنونه زموږ په ځمکو کې دي، د ادارو نه مننه چې خلکو ته د دې کانونو د سپړلو اجازه ورکړه، پخوا به د دې ډېره برخه قاچاق کېده، نو له خلکو دا غوښتنه کوم، چې دا یو ښه چانس دی چې د دې کانونو څخه استفاده وکړي”۔
د خوست د کانونو مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې د کرومایټو څلور لوی معدنونه عملاً فعال دي، چې د استخراج چارې په کې روانې دي۔
دوی زیاتوي، په خوست کې د بیلابیلو منرالونو لرونکی شاوخوا څلوېښت کانونه تثبیت شوي، چې په راتلونکو پړاونو کې به د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته د هر یوه کان د سپړلو او اسخراج بهیر پیلیږي۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.