د تامل ژبې فلمونو ډایرکټر بهګیا راج د ۷۳ کلونو په عمر ومړ

په هند کې د تامل فلمونو مشهور ډایرکټر، لوبغاړی او سکرپټ لیکونکی کې۔بهګیاراج د ۷۳ کلونو په عمر مړ شو ۔
د هندي رسنیو د راپورونو ترمخه، بهګیا راج د شنبې په ورځ (۲۷م جون) د زړه د حملې له امله مړ شو ۔ 
راپورونه وايي چې بهګیا راج سهار وختي د سینې له درد شکایت وکړ او یو خصوصي روغتون ته یوړل شو، چیرې چې ډاکټرانو د هغه د مرګ علان وکړو ۔ 
د رسنیو د راپورونو ترمخه، د ډایرکټر د ناڅاپي مړینې خبر د تامل فلمي صنعت سره تړلي ټول خلک غمجن کړل ۔ 
رسنۍ وايي چې بهګيا راج ډیری په زړه پورې کیسې هم لیکلې دي ۔ په دې کيسو کې د 'اورو کیدیان ډایري' په نوم مشهوره کيسه هم شامله ده ۔ په دې کيسه کې په هندۍ کې هم د "اخرنۍ لار" په نوم فلم جوړ شوی و چې د بالیووډ مشهور ادکار امیتاب بچن پکې مرکزي رول لوبولی و او د فلم ډايرکټر پخپله بهګیا راج و ۔ 
 

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.