د امنیتي افسر او پولیس سرتېري په ګډون د ۴ تښتول شویو کسانو مړي موندل شوي

د جولای پر ۱۵مه د بلوچستان د مرکز کوټې ته نږدې د هرنای ضلعې د شعبان په غرنیو سیمه کې د ۴ کسانو مړي موندل شوي دي. چارواکي وایي، دغه کسان تر تښتول کېدو وروسته په ډزو وژل شوي دي.

پولیسو مړي خپلې ولکې ته سپارلي او د پېژندنې لپاره یې د کوټې ګډ پوځي روغتون (سي اېم اېچ) ته لېږدولي دي. د چارواکو په وینا، وژل شوي کسان د هوايي ډګر د امنیتي ځواک (اې ایس ایف) انسپکټر زبیر احمد شاهوانی د کوټې د شیخ مانده سیمې اوسېدونکی او د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) پخوانی سرتېری سید خلیل الرحمان، د زیارت اوسېدونکی د پوځ پخوانی حوالدار محمد صادق پانیزی، او د زیارت پولیسو کانسټېبل فریدالله کاکړ دي.

د پولیسو په وینا، انسپکټر زبیر احمد شاهوانی د کوټې د جناح ټاون اوسېدونکی و. د هغه پلار د جون پر ۲۴مه په جناح ټاون پولیسو مرکز کې د زوی د تښتول کېدو راپور ثبت کړی و او ویلي یې وو چې زوی یې د اسلام‌اباد په هوايي ډګر کې دنده ترسره کوله او د یوې میاشتې رخصتۍ لپاره کوټې ته راغلی و. نوموړی د جون پر ۲۱مه له خپل ملګري سید خلیل الرحمان سره له کوره وتلی و او له هماغې ورځې راهیسې ورک و.

پولیس وایي، زبیر احمد شاهوانی او سید خلیل الرحمان د جون پر ۲۱مه تښتول شوي او وروسته د هرنای د شعبان غرنیو سیمو ته وړل شوي وو.

چارواکي زیاتوي، د زیارت د مانګي پولیسو مرکز کانسټېبل فریدالله کاکړ هم د دندې له ځایه کور ته د تلو پر مهال د ناپېژاندو وسلوالو له خوا تښتول شوی و. همدارنګه، پخوانی حوالدار محمد صادق پانیزی، چې د زیارت اوسېدونکی و، هم د ناپېژاندو کسانو له خوا تښتول شوی و. د دغو ۴ کسانو مړي اوس د هرنای له شعبان سیمې څخه موندل شوي دي.
په بلوچستان کې له اوږدې مودې راهسې نا امیني ده چې د وسلوالو لخوا امنتي ځواکونه او سرکاري غړي په نښه کیږي.


وسلوالو د جولای پر ۵ مه د کوټې شمال ختیځ لور شعبان سیمې سره نژدې ته هنه وړک لبری کلي برید کې ۴ کسان وژلي او ۱۱ یې تښتولي و.
د جولای پر ۶ مه وسلوالو په یو بل برید کې د کوټې شمال ختیځ لور ته شعبان سیمې سره نژدې د زیارت کڅ سیمه کې ۹ پولیس سرتېرې وژلي او د پولیسو په شمول ۲۱ کسان یې تښولي و چې تښتول شوو کسانو مړي د جولای پر ۸ مه د کوټې شمال ختیځ لور ته نژدې منګله سیمه کې ومندل شوی چې خپلوانو او سیاسي ګوندونو یې پر ضد د کوټې کویله پاټک باندې پرلت وهلی چې لا هم دوام لري.
ددې بریدونو ذمواري د پاکستان لخوا ناقانونه ګرځول شوي وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې.
ددې پوښو ورسته امنتي ځواکونو د شعبان په شمول د بلوچستان په ګڼو سیمو کې د وسلوالو پر ضد عملیات پیل کړي.
د جولای پر ۱۱ مه د امنيتي سرچينو په خبره، د کوټې ختیځ لور ته غریزه سیمه شعبان کې په وروستيو عملياتو کې يې ۵ نور وسلوال وژل شوي دي.
سرچينې وايي، د عمليات شعبان په ترڅ کې د وژل شويو وسلوالو ټول شمېر ۵۷ ته رسېدلی دی.
د امنيتي سرچينو په وينا، د جولای له ۵مې نېټې راهيسې په عمليات شعبان او نورو استخباراتي عملياتو کې ټول ۹۵ وسلوال وژل شوي دي.
امنيتي سرچينې وايي، د بلوچستان شعبان کې به عمليات تر هغه دوام ولري چې وروستی وسلوال هم له منځه يووړل شي.
حکومتي سرچینې وایي چې د زیارت د کڅ سیمې د پېښې ورسته یې د شعبان سمې په ګډون په بلوچستان کې تر ۱۰۰ زیات وسلوال وژلې دي.
حکومت ویلي چې د وسلوالو پر ضد به عملیات دوام ولري تر څو ورستی وسلوال هم له منځه تللی نه وي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.