د ایران سرکاري خبري ایجنسۍ ارنا د جولای په اولسمه به اېکس پاڼه لیکلي، د هرمزګان ولایت په بندرخمیر کې شوی برید کې درې کسان وژل شوی، دویي د دغه ولایت د ګورنر/والي لخوا د دغه وژنو تصدیق کړې.
ارنا یو بل خبر کې لیکلي، د امریکا لخوا په بریدونو کې د دغه هېواد په بوشهر ولایت کې هم یو کس زخمي شوې، دویي خپل خبر کې زیاته کړې، په تیرو څو ساعتونو کې په دغه ښار باندې دوه بریدونه شوي.
بلخوا د جولای په اولسمه سهار د امریکا د مزکي قوماندې (سینټکام) هم د اېکس پاڼې د لارې خپل خبر کې لیکلي، دویي د ایران پر وړاندې د بریدونو وروستۍ لویه څپه بشپړه کړه.
دویي زیاته کړې چې د امریکا ځواکونو، په شمول د جنګي جیټونو، هوايي ډرونونو او جنګي کشتیو، دقیق مهمات پیل کړل چې د ایران لسګونه پوځي اهداف لکه د ساحلي څارنې او هوايي دفاع ځایونه، پوځي لوجېسټیکي زیربناوې او سمندري وړتیاوې یې په نښه کړې. دا د ایران پر وړاندې د امریکا د بریدونو شپږمه پرله پسې شپه وه.
د ایران د پارسداران انقلاب اسلامي ځواک لخوا هم په اېکس پاڼه دویي د جولای په اولسمه سهار لیکلي، د دویي ډرونونو (بی پیلوټه الوتکو) په کامیابۍ سره په کویت هیواد کې د امریکا اډې (تاسیسات) به نخه کړي.
هم دا شان دویي دا هم لیکلی، به بحرین کې یې هم د امریکا د جنګي هیلي کاپټرو ځایې په نخه کړې، او ګڼ تاوانونه یې ورته اړولي.
سینټکام په خپل خبر کې دا هم لیکلي چې د پوځي مشر په لارښوونه، سینټکام د ایران پوځي وړتیاوې نور هم کمزورې کوي او ایران د سوداګریزو کشتیو په وروستیو بریدونو کې زمه وار ګڼي.
د میډیا د خبرونو سره سم، څو ورځې وړاندی د هرمزتنګي په اوبو کې ایران درې کاروباري کشتۍ ویشتلې وې، چې د دغه کشتیو د ویشتلو ضد امریکا په ایران تازه بریدونه شروع کړي.
ایران ویلي وو، هره سمندري کشتۍ به د ایران به اجازت په هرمز تنګي تیریږي، او که اجازت یې ونه غوښت، ویشتل کیږي به.
خبري ایحنسۍ ارنا په خپله ویبباڼه د ایران د پوځ د ترجمان بریګیډیر جنرل ابوالفضل شکارچي لخوا یو خبر کې لیکلي، که په ایران د امریکا بریدونه به بشپړه ډول کیږي، ایران به په نزدې هېوادونو کې د امریکا تاسیسات په نخه کړي.
ده زیاته کړې چې د هرمز تنګي په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت حاکمیت د ټولې سیمې لپاره د امنیت سرچینه ده، نه د ناامنۍ. دویي له سیمې څخه د امریکا پر وتلو ټینګار کوي او د هرمز تنګي په اړه به هیڅکله شاته نه شي. سینټکام هم په خپل خبر کې زیاته کړې چې د امریکا له ۵۰،۰۰۰ څخه ډیر سرتیري په ټول منځني ختیځ کې فعالیت کوي، محتاط او چمتو دي.