د سوېټزرلېنډ حکومت ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند له تړون وروسته به د دواړو هېوادونو استازي نن د جمعې په ورځ د سوېټزرلېنډ په بورګن سټاک سیمه کې لومړنۍ خبرې پیل کړي۔
د سوېټزرلېنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د اوسني پلان له مخې به د امریکا او ایران استازي، د منځګړو هېوادونو پاکستان او قطر په ګډون، د تړون د عملي کېدو په اړه خبرې اترې وکړي۔
د راپورونو له مخې، په دغو خبرو کې به د اوربند د شرایطو، د دواړو لورو د ژمنو او د راتلونکو اقداماتو په اړه بحث وشي۔
پاکستان او قطر د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د هڅو مهم منځګړي بلل کېږي او تمه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور جوړولو او د تړون د عملي کېدو په بهیر کې مهم رول ولوبوي۔
تېره ورځ د ايران او امريکا صدرانو تفاهم ليک په اليکټرانيکي ډول لاس ليک کړو چې بيا وروستو د پاکستان وزير اعظم ميا شهباز شريف هم دغه تفاهم ليک د منځګړي په حيث لاس ليک کړو۔
دا خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د وروستۍ شخړې له پای ته رسېدو وروسته نړیواله ټولنه د سیمې د ثبات او دوامداره سولې هیله لري۔