د امريکا او ايران تر مينځ د سولې په خبرو کې پرمختګ شوی دی

د سويټزرلينډ په برګن سټاک سيمه کې د امريکا او ايران ترمينځ د سولې او اړيکو د ښه کولو لپاره روانو خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی ۔ د منځګړو هيوادونو پاکستان او قطر په وينا، دواړو خواوو په مهمو موضوعاتو مثبتې خبرې کړې دي ۔

راپورونه وايي چې امريکا او ايران د يوې داسې نقشې يا “روډ ميپ” په جوړولو سلا شوي چې له مخې به په راتلونکو ۶۰ ورځو کې د يوې وروستۍ هوکړې د ترلاسه کولو هڅه کېږي ۔ همدارنګه د سياسي څار لپاره د لوړې کچې کميټه هم جوړه شوې ده ۔

دواړو خواوو هوکړه کړې چې تخنيکي مذاکرات به د روانې اوونۍ په اوږدو کې په برګن سټاک کې دوام کوي ۔ دا خبرې به د ايران اټومي پروګرام، په ايران لګول شوي بنديزونو او نورو اختلافاتو د حل لپاره کېږي ۔

د خبرو يوه مهمه برخه د هرمز تنګي د امنيت او د سوداګريزو بېړيو د خوندي تګ راتګ په اړه هم وه ۔  راپورونه وايي چې د غلط فهميو د مخنيوي لپاره کميونيکېشن لاين (د اړيکو ځانګړې لاره) هم جوړ شوی دی ۔

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د دغو مذاکراتو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې خبرې په مثبت او رغنده چاپېريال کې ترسره شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا يې پياوړې کړه

سياسي شنونکي وايي ، که د برګن سټاک خبرې بريالۍ شي، نو دا به نه يوازې د امريکا او ايران ترمينځ تاوتريخوالی کم کړي، بلکې د ټول منيځني ختيځ د امن او اقتصادي ثبات لپاره به هم مهم ګام وي ۔

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.