پاکستان کې د غیرقانوني افغان کډوالو په زوره د بيرته ستونولو پروسه نوره هم چټکه شوې ده، او د کورنیو چارو وزارت له لسمې جولای ۲۰۲۶ راهیسې هغو ټولو افغان كډوالو نيولو او هېواد ته بېرته لېږلو امر کړی دی چې د قانوني دستاويزات نه لري.

د پاكستان کورنیو چارو وزارت د جون میاشتې په پای کې ټولو څلورو صوبو، ګلگت بلتستان، آزاد کشمیر او د اسلام آباد چیف کمشنر ته رسمي خط لیږلی و، چې پکې د غیرقانوني افغان اوسيدونكو د سمدستي نیونې او په زوره د بيرته ليږلو لارښوونې شاملې وې. حکومت دا اقدام د هېواد پراخو ګټو په رڼا کې بیانوي، خو تنقيد کوونکي وايي چې د کال تودو میاشتو کې دغه امر د کډوالو ښځو، ماشومانو او زړو کسانو ژوند نور هم سخت کوي.
د يو اين ايچ سي ار د شميرې له مخه حکومت وايي چې په هېواد کې لا هم شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال میشته دي، چې د غیرقانوني میشتو بهرنیانو د بيرته ليږلو پلان لاندې به تر پایه بېرته ولېږدول شي. حکومت د دغو کډوالو د لنډمهاله ځای پر ځای کولو لپاره يو شمير کمپونه جوړ کړي، چې زیاته برخه په خیبرپختونخوا کې دي_
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو او د کډوالو د عالي کمشنري استازو د ياد شوي پلان په اړه څو ځله اندیښنه ښکاره کړې ده او له پاکستان یې غوښتنه کړې چې کډوال باید په درناوي او د نړیوالو قوانینو سره سم بېرته ولېږدول شي.
د نړیوالې مهاجرت سازمان شمېرو له مخې، له سپتمبر ۲۰۲۳ نه تراوسهه پورې د پاکستان له لارې خواو شا پنځويشت لكه افغانان خپل هېواد ته بېرته تللي دي، او دا شمېره میاشت پر میاشت لا هم زیاتېږي. بل خوا د کابل حکومت هم د افغان كډوالو د پراخې کچې د بيرته ليږلو په اړه پاکستان او ایران دواړو نیوکه کړې او دا یې د یوې غیرانساني چارې په نوم یاده کړې ده.
پاکستان له څو لسیزو راهیسې د نړۍ تر ټولو لوی د افغان کډوالو کوربه هېواد پاتې شوی، خو له ۲۰۲۳ کال راهیسې د غیرقانوني بهرنیانو د هيواد نه د ويستو پلان لاندې دا شمېر په پرله پسې توګه راټیټېږي. انساني حقونو ادارې وايي چې دا اقدام باید له نړیوالو معیارونو سره سم او د مشكلاتو سره مخ کډوالو کورنیو ته د اړتیا وړ وخت او امکانات په پام کې نیولو سره ترسره شي.