په کراچۍ کې ګوډز کېریئرز (بار وړونکو) ګاډو اتحادي خبرداری ورکړی چې که وفاقي حکومت د پټرولو او ډیزلو د بیو د ورځني تعین پرېکړه بېرته وانخلي، نو دوی به يې پرضد په ټول هېواد کې د بار وړونکو ګاډي ودروي او په پراخه کچه به اجتجاج پیل کړي_
د یادې اتحاديې مشرانو ستر سكتر ندیم احمد ارایۍ، مرستیال مشر ګل محمد اپرېدي او نورو دجولای په ۱۹ مه په کراچۍ کې خبري غونډه کې د حکومت نوې پالیسي په بشپړه توګه رد کړه او ویې ویل چې د تیلو د بیو ورځنی بدلون به د ټرانسپورټ صنعت لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي، ځکه د لګښتونو اټکل او د کاروبار پلان جوړول به ناشوني شي_
ګل محمد اپرېدي وویل چې که حكومت نوې پالیسي پیل کړي نو د کراچۍ بندر، پورټ قاسم او بلوچستان ګوادر بندر څخه د مالونو لېږد به ودرېږي، چې له امله به یې فابریکو یا فېکټرو ته د خامو موادو رسد او عامو خلکو ته د خوراکي توکو، دوایانو او نورو ضروري شیانو رسد ودرېږي_

دا په داسي حال کې چې وفاقي حکومت د انرژۍ د سکتور د ازادولو په لړ کې پرېکړه کړې چې د پټرولو او ډیزلو بیې به اوس هره ورځ د نړیوال بازار د نرخونو له مخې ټاکل کېږي_
د نوي نظام له مخې، حکومت د جولای په ۱۷مه د درې ورځو لپاره د پټرولو او ډیزلو په بیو کې زیاتوالی اعلان کړی و، چې د جولای له ۱۸مې نېټې څخه نافذ شوی دی_
د پټرولیم وفاقي وزیر علي پرویز ملک د اطلاعاتو وزیر عطا تارړ سره په ګډه خبري غونډه کې د دې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې په منځني ختیځ او سیمه کې د زیاتېدونکو کړکېچونو له امله د خام تېلو نړیوالې بیې لوړې شوې دي، چې اغېزې یې پر پاکستان هم شوي دي.
ددوي په وینا چې حکومت بازار ازادوي او اوس به اوګرا هره ورځ د نړیوالو نرخونو په تناسب د پټرولیم مصنوعاتو بیې ټاکي او په خپله وېبپاڼه کې به یې خپروي_
په کراچۍ کې داقتصادي چارو کار پوه جبران سرفراز بیا مشال ډیجیټل سره په خبرو کې وویل د حکومت دا اقدام د اقتصادي منطق خلاف ده، دده په وینا چې د پاکستان په اوسنیو شرایطو کې دا پالیسي به د سوداګرۍ او عامو خلکو لپاره زیانمنه شي.

هغه وویل چې په هغو هېوادونو کې چې د تیلو بیې ازادې شوي دي، هلته قوي څارنیز او پلان موجود دي، د هغه په خبره، په پاکستان کې د داسې میکانیزم له نشتوالي سره د بیو ورځنی بدلون به د کاروباري لګښتونو اټکل ناشونی کړي او د سوداګرۍ ټول نظام به اغېزمن کړي.
بلخوا اقصاد پوه احمد چنای بیا وایې دا اقدام د اقتصادي اصلاحاتو برخه نه ده، بلکې د حکومت له خوا د مالي خسارې د پوره کولو او د پټرولیم لیوي د زیاتولو هڅه ده، نوموړي په خبره چې د دې پالیسۍ له امله به د ګرانۍ نوې څپه رامنځته شي، صنعتي پرمختګ به ورو شي او د خلکو د ګټې یا امدن توان به نور هم کمزوری شي_
خو بلخوا د پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د نوي نظام د عملي کېدو د څارنې لپاره یوه ځانګړې کمېټي جوړه شوې ده، د وزارت په وینا، د دې کمېټۍ هدف دا دی چې په دې اړه رامنځته کېدونکې ستونزې د ټولو اړخونو په مشوره حل کړي او د قیمتونو د ټاکلو بهیر رڼا وساتي_
له بلې خوا د سېند حکومت ویاندې سعدیه جاوېد مشال ډیجیټل ته استولی بیان کې بیا ویلي چې په هغو اروپایي هېوادونو کې چې د تیلو بیې هره ورځ بدلېږي، هلته قوي څارنیز میکانیزم موجود دی، خو وفاقي حکومت په پاکستان کې حقایقو او د واضح پلان له نشتوالي سره دا پرېکړه کړې ده، هغې وویل چې دا ناڅاپي اقدام به اقتصادي بې باوري نوره هم زیاته کړي او حتی د حکومت لپاره به هم ستونزې رامنځته کړي_