د ایراني رسنيو ترمخه، اکبر عبدي په وروستیو میاشتو کې د زړه په ناروغۍ اخته و او څو ځله روغتون ته هم وړل شوی و، خو د ډاکټرانو د هڅو باوجود یې ژوند ونه ژغورل شو.
اکبر عبدي په ۱۹۶۰ کال کې د تهران ښار کې زېږېدلی و. هغه خپل هنري سفر د ۱۹۸۰مې لسیزې په پیل کې له ټلوېزیون څخه پېل کړ او وروسته د ایران د سینما یو له مشهورو مزاحیه اداکارانو څخه شو.
اکبر عبدي د ایران د سینما او ټلوېزیون له هغو هنرمندانو څخه و چې د مزاح او جدي کردارونو په ادا کولو کې یې ځانګړی نوم ګټلی و. هغه نږدې څلور لسیزې د هنر په ډګر کې فعال پاتې شو او په لسګونو فلمونو، ډرامو او ټلوېزیوني پروګرامونو کې یې کار وکړ. د ده طبیعي اداکاري، د خلکو له ژوند سره نږدې کردارونه او د طنز ځانګړی انداز د دې سبب شوی و چې د ایران تر څنګ په افغانستان او د فارسي ژبې په نورو سیمو کې هم ډېر مینه وال ولري.
هغه د خپل اوږد هنري ژوند په مهال د ایران د سینما تر ټولو ستره جایزه “کرسټل سیمرغ” دوه ځله وګټله. نوموړي د “مور (مدر)” او “زه ویده کېږم (ائي فيل سليپي) فلمونو لپاره هم ستاینلیکونه او نورې مهمې جایزې ترلاسه کړې وې.
د اکبر عبدي د مړینې خبر له خپرېدو وروسته د ایران د هنر نړۍ، همکارانو او مینه والو د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي او د هغه هنري خدمتونو ته یې درناوی کړی دی.