د ایران حکومت د جولای په شپږمه نیټه د خپل ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د جنازې په مناسبت په ټول هیواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده ۔
د ایران د حکومت د ویاند په وینا، د جولای په اتمه نیټه به په ټول هیواد کې د ماتم ورځ هم لمانځل کيږي ۔ د ایران ستر مذهبي رهبر ایت الله علي خامنه ای د فبروري په ۲۸مه نیټه په ایران باندې د امریکا او اسراییلو په لومړني برید کې وژل شوی و ۔
د پاکستان وزير عظم (لومړی وزير) شهباز شریف به هم روانه اوونۍ ايران ته سفر کوي او د د آیت الله خامنه ای په جنازه کې به ګډون کوي ۔
اټکل کيږي چې د ايران دوره کولو نه پس به شهباز شریف ترکیې ته هم سفر وکړي ۔
د سرچينو په وينا ، امکان لري چې د پاکستان پيپلز پارټۍ شريک چيرمين بلاول بهټو زرداري هم ايران ته سفر وکړي او د آیت الله خامنه ای په جنازه کې ګډون وکړي ۔
د ایران د پارليمان سپیکر محمد باقر قالیباف هم د پاکستان د قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق ته یو لیک استولی او هغه ته یې د ایت الله خامنه ای په جنازه کې د ګډون بلنه ورکړې ده ۔
د یادونې وړ ده چې د ایران د ستر رهبر ایت الله علي خامنه اي له جنازې وړاندې به د هغه د فاتحې مراسم به د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۳مه په تهران کې ترسره کيږي ۔