د مصنوعي ذهانت شرکت اوپن اې آی ويلي چې د خپلو دوو پرمختللو ماډلونو د امنيتي ازموينې پر مهال يوه غيرمعمولي امنيتي پېښه رامنځته شوې ده. د شرکت په وينا، دواړو ماډلونو د ازموينې لپاره جوړ شوي محدود چاپېريال (سېنډباکس) نه د وتلو هڅه وکړه او د هګنګ فيس سرورونو ته يې لاسرسی وموند.
د اوپن اې آی مشر سام آلټمن په اېکس (پخواني ټويټر) ليکلي چې د ماډلونو د ارزونې پر مهال يوه مهمه امنيتي پېښه شوې، خو زياته يې کړه چې دا هر څه د کنټرول شوې ازموينې په ترڅ کې شوي او شرکت سمدستي پلټنې پيل کړې.
د شرکت په وينا، په دې ازموينه کې د مصنوعي ذهانت د سايبري وړتياوو د معلومولو لپاره ځينې عادي امنيتي بنديزونه لنډمهاله لرې شوي وو. د همدې ازموينې پر مهال ماډلونو د خپلې ټاکل شوې موخې د ترلاسه کولو لپاره د ازموينې له چاپېرياله د وتلو او نورو کمپيوټري سيستمونو ته د رسېدو هڅه کړې ده.
بل لور ته هګنګ فيس هم تائيد کړې چې تېره اوونۍ يې پر سرورونو يو پرمختللی سايبري بريد شوی و. د شرکت اجراييه مشر کليمنټ ډېلانګ ويلي، د ګډو پلټنو له مخې څرګنده شوې چې دا پېښه د اوپن اې آی د ازموينې برخه وه او داسې کوم ثبوت نشته چې ګواکې شرکت په قصدي ډول زيان رسول غوښتل.
کارپوهان وايي، دا پېښه د مصنوعي ذهانت د خونديتوب په اړه نوي بحثونه راپورته کوي. د دوی په وينا، د AI پرمختللي ماډلونه ورځ تر بلې زياتې وړتياوې ترلاسه کوي، نو د داسې سيستمونو لپاره قوي امنيتي اصول او نړيواله همکاري ضروري ده.
اوپن اې آی دا هم ويلي چې د دې پېښې له څېړنې وروسته به د خپلو راتلونکو ازموينو لپاره لا سخت امنيتي تدبيرونه عملي کړي، څو د ورته پېښو مخه ونيول شي. ياده دې وي تراوسه د دې پېښې له امله د عامو کاروونکو د معلوماتو د زيان يا د پراخ امنيتي خطر کوم رسمي ثبوت نه دی وړاندې شوی. د اوپن اې آی او هګنګ فيس ګډې پلټنې لا هم روانې دي.