د جولای پر ۱۵مه د شپږیزه کرکټ لیګ د یوولسم پړاو لوبو اتلولي سپین غر پړانګان ته په ماتې ورکولو سره، په پرلپسې توګه په درېیم ځل امو نهنګان لوبډلې په خپل نوم کړه.
یادې لوبې چې دا ځل له کابله بهر، د خوست د رحمت ولي مسرور په ملي لوبغالي کې ترسره شوې، د روانې جولای میاشتې په لومړی نېټه پیل شوې وې او نن د امو نهنګان لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې.
سپينغر پړانګان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۱۶۷ منډې هدف وټاکه، چې امو نهنګان لوبډلې یاد هدف په شپاړسم اوور کې پوره کړ او د سږني لیګ ګټونکې لوبډله شوه.
په دې لوبو کې د رشیدخان، نبي عیسی خېل، رحمان ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نوراحمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، قیس احمد او ګلبدین نایب په ګډون د ملي لوبډلې نژدې ټولو لوبغاړو، ۱۹ کلنو او د نورو هغو لوبډلو ګڼ ځوان لوبغاړي ولوبیدل، چې د هېواد په کچه د کرکټ په لوبو کې برخه اخلي.
د کرکټ یو تن مینه وال امان الله همت وویل: ”امو نهنګان لوبډلې نه یوازې لوبه وګټله بلکې د ورزش د ډګر حماسه يې جوړه کړه، سر په سر هېټرېک کېدل او درې وارې د لوبو د اتلولي ګټل وړه خبره نه ده، دا بریا دې د کرکټ ټولو مینه والو ته مبارک وي. “
د رحمت ولي مسرور کرکټ ملي لوبغالي کې د شپږیزه پای لوبې د لیدلو لپاره، خلک د ټکټونو د رانیولو لپاره له وختي سهاره بیا تر ناوخته په اوږدو کتارونو کې ولاړ ول.

د کرکټ قانوني ظرفیت او د خلکو ګڼه ګوڼې ته په کتو داسې مالومیدل، چې ممکن شاوخوا شل زره کسان د لوبې لیدلو ته ورغلي وي.
د کرکټ مینه والو خپل د خوښې لوبغاړي په درنو چکچکو، ګرمو ولولو او سورو نارو بدرګه کول.
یو ځوان مساپر چې د شپږیزه کرکټ لیګ د لیدلو لپاره له عربي اماراتو خوست ته راغلی وايي: ” نوم مې اکبرعلي خان لیوال د باک ولسوالۍ د سپیرکي اوسیدونکی دی او شاوخوا اوه کاله کیږي، چې په متحده عربي اماراتو کې مساپري ژوند کوم، سږ کال د یوولسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ د لیدلو لپاره راغلم، تر څو د خپل هېواد ملي اتلان له نژدې تشویق کړم، دا هم ښه خبره ده، چې د خوست هوايي ډګر ته هم پروازونه پیل شوي او مساپرین دلته نژدې ښکته کیږي. “

د کرکټ یو بل مینه وال نجیب الرحمان په سږني لیګ کې د خلکو د پراخه ګډون او د خپلو لوبغاړو دروند هرکلۍ د یادونې وړ وباله او له کرکټ بورډ يې وغوښتل، چې د سږنۍ شپږیزې په شان دې، په ملي کچه د لوبو لپاره نور ولایتونه هم انتخاب کړي.
نوموړي زیاته کړه: ”سیالۍ په منظم، ارام او خوندي چاپېریال کې روانې وې، د لوبو پر مهال زرګونه نندارچیان په ښه ترتیب سره لوبغالي ته راتلل، دا د دې سیمې د خلکو د مېلمه پالنې او د تنظیموونکو د هڅو ښه بېلګه بلل کېږي، هیله ده چې په راتلونکې کې هم په نورو ولایتونو کې ورته سپورتي ترسره شي. “
یاده دې وي، یوولسم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ د روانې جولای میاشتې په لومړۍ نېټه د خوست ولایت په رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې پیل شوې چې پکې امو نهنګان، سپین غر پړانګان، مس عینک اتلان، بست ساتونکي او بند امیر ښاماران لوبډلو ګډون درلود.
یادې هرې لوبډلې په لومړي پړاو کې ۸ لوبې ترسره کړې چې له منځه یې امو نهنګان او سپین غر پړانګان د دې پړاو د دوه مخکښو لوبډلو په توګه د سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده چې د جولای پر ۱۵مه په خوست کې ترسره شوه.