امریکا د هرمز تنګي په تجارتي کشتیو ۲۰ فیصدي د بیا رغونې فیس ختمولو اعلان وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله سماجي رسنۍ ټروت سوشل باندې په یوه پیغام کې ویلي چې  ده د ۲۰ فیصده امریکایي ري ایمبرسمینټ فیس (د بیا رغونې فیس) د ختمولو فیصله کړې، او د دې په بدل کې به خلیجي هېوادونه په امریکا کې تجارت وکړي

ولسمشر/صدر ډونالډ ټرمپ تر دغې وړاندې د هرمز تنګي د ناکه بندۍ د اعلان سره سم ویلي وو، هغلته به د تیریدونکو کشتیو نه ۲۰ فیصدي ری ایمبرسمنټ فیس اخلي.

پاکستاني ټیلیوژن چېنل جیو په ۱۵مه جولای په خپل یو خبر کې لیکلي، امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که ایران د امریکا سره لوظنامه ونه کړه، راروانه هفته کې به د ایران بجلۍ تولیدونکي مرکزونه او پلونه ویجاړ کړي.

خو بلخوا د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بیان په غبرګون کې ویلي، ایران به د خپلې یوې یوې انچ خاورې دفاع کوي.

د نوموړي دغه غبرګون د ایران سرکاري نیوز ایجنسۍ ارنا خپور کړې چې پکې یې زیاته کړې چې ډونالډ ټرمپ دې ووایي چې هغه د دې جنګه څه مقاصد ترلاسه کړل؟ د ایران د تقسیمولو کوششونه کونکي دې وښایي چې دویې ته څه ګټه وشوه؟

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.