امریکا د ایران د تیلو په پلور بندېز بیا ولګولو

د امریکا یو چارواکي خبردارې ورکړی چې هرمز تنګي کې د ایران لخوا پر کشتیو بریدونه د منلو وړ نه دي، د دغه خبرداري سره سم یې د ایران د تېلو په خرڅولو بندیزونه بیا لګولي.

د امریکایي چارواکي دغه بیان/خبر د رویټر خبري ایجنسۍ په شمول ګڼو خبري ایجنیسانو خپور کړې، چې پکې یې دا هم لیکلي، د دې اعلان وروسته د تیلو بیې له ۵٪ څخه زیاتې شوې.

د ایران د خارجه چارو دفتر هم په خپله اېکس پاڼه د ایران د پارلمان سپیکر محمد باقر قالیباف یوه لیکنه خپره کړې، چې هغه پکې د تېلو د بندیز بیا لګولو په ترڅ کې ځینې نورې خبرې هم لیکلي، او زیاته کړې یې ده چې د زورواکۍ او باج اخیستنې دوره پایې ته رسیدلې ده، خو دا هېڅ نتیجه نه لري، او دویې به هیڅ کله سر ټیټ نه کړي.

خبرونو کې راغلي، امریکا تیره میاشت د تهران او واشنګټن ترمنځ د نازک تړون د یوې برخې په توګه د اګست تر ۲۱ پورې د ایران د تیلو پلور ته اجازه ورکړې وه، خو د جولایې د ۸مې د خبرونو سره سم، هغه تړون یې لغوه کړې.

د امریکا لخوا د جاري شوي خبر تر مخې، امریکا د جولایي تر ۱۷مې پورې ایران ته د تېلو د پلورلو اجازه ورکوي، له هغې وروستو به د تېلو پلور بند وي.

د نوي اعلان سره د تېلو د پلورلو د وړاندیني تړون موده شاوخوا ۳۴ ورځې کمیږي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.