دامريکې د فوج مسلسل په لسمه ورځ په ايران حملې مکمل شوي دي چې پکې دميزايلونو( توغنديو) او ډرون لانچنګ مقاماتو او فضايي دفاعي نظام دپه نښه کولو دعوه شوې ده،ايران هم په کويت او بحرين کې دامريکايي تنصيباتو دپه نښه کولو دعوى کړې ده ، چې ورسره په سيمه کې تاوتريخوالى نور هم سيوا شوى دى.
دامريکې سنټرل کمانډ( سينټکام) په ايکس په دې حواله پخپل جاري کړي بيان کې ويلي دي چې دايران خلاف نورې مرحلې وارې حملې مکمل کړل شوي دي، امريکايي ځواکونو ايراني فوجي مرکزونه، بحري صلاحيتونه، ميزايل او دډرون لانچ مقامات او فضايي دفاعي نظام په نښه کړى دى.
په بيان کې ويل شويدي چې د اهمې بين الاقوامي سمندري لارې( ابنايى هرمز يا هرمز تنګي) نه دتجارتي جهازونو دتګ راتګ لړۍ روانه ده، دمئ دشروع نه تراسه دسينټکام ځواکونو خواوشا ٩٠٠ تجارتي جهازونو اود ٤٥ کروړه بيرله خام تيلو په ترسيل کې مرسته کړې ده.
سينټکام ويلي دي چې امريکايي ځواکونه دابنايى هرمز نه دازادانه او په پرانستي ډول دتيريدونکو کشتۍ چلوونکو خلاف په بې جوازه جارحيت ايران ته دجواب ورکولو لپاره په پوره توګه تيار او بيدار دي.
دايران په بحرين او کويت کې په امريکايي تنصيباتو دحملو دعوى
ايراني پاسداران انقلاب دامريکې دحملو په جواب کې په بحرين او کويت کې دامريکې په فوجي تنصيباتو دحملو دعوى کړې ده.
دايران پاسداران انقلاب ويلي دبحرين په محرق ښار کې يې دامريکې ريډار او فضايي دفاعي نظام په نښه کړى دى-ددې نه علاوه دبحرين ښار رفاع کې نصب امريکايي پيټرياټ فضايي دفاعي نظام هم دميزايل او ډرون دلارې پهنښه کړل شوى دى.
دايران دپاسداران انقلاب لخوا جاري کړل شوي بيان کې ويل شوي دي چې پهکويت کې امريکايي ريډار، مواصلاتي نظام او سيټيلايټ تنصيبات په ميزايل او ډرون سره په نښه کړل شوي دي.
پاسداران انقلاب دکويت په علي السالم اييربيس دموجود ايم کيو ٩ ډرون هينګر دپه نښه کولو دعوى کړې ده، ددې نه علاوه دکويت په احمد الجابر اييربيس کې موجود امريکايي فوجي تنصيبات په نښه کړل شوي يد.
ددې نه علاوه دپاسداران انقلاب وينا ده چې د ابنايى هرمز دلارې نه دتيريدو په کوشش کولو دتيلو په دوو ټينکرو کې دچاودنونه پس اور لګيدلى دى.
ايراني فوج دعوى کړې ده چې دوي دکويت په کيمپ عريفجان کې تعينات دامريکې HIMARS ميزايل نظام دځمکې نه په ځمکه دوار کوونکو ميزايلونو دلارې په نښه کړى دى.
دايراني سرکاري نشرياتي ادارې IRIB ترمخه فوج ويلي دا حمله ددوي دتهنډر اپريشن د١٨مې مرحلې برخه وه او په ايران دامريکې دحملو په جواب کې شوې ده.
اخوا کويتي فوجي ويلي دي چې فضايي دفاعي نظام ايراني ميزايل او ډرونونه تباه کوي،.
بلخوا دبرانوي ميري ټايم ټريډ اپريشنز ترمخه دعمان علاقې ليماه سره نزدې ابنايى هرم کې دتيلو په يو ټينکر دحملې اطلاع ده، ابنايى هرمز کې دغه ټينکر دنامعلوم اړخ نه په راغلي پروجيکټايل سره په نښه کړل شوى دى.