د امريکا خزانې وزارت د ايران د خامو تېلو د توليد، خرڅ او لېږد لپاره د ۶۰ ورځو عارضي اجازه ورکړې ده۔ د امريکا د خزانې وزير سکاټ بېسېنټ ويلي چې دا پرېکړه له هغې وروسته شوې چې ايران د هرمز تنګي له لارې د بېړيو د ازاد تګ راتګ او د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې(ايي اۍ اي اۍ) د پلټونکو د بېرته ورتګ په اړه ډاډ ورکړی دی۔
د امريکا مرستيال ولسمشر جۍ ډي وېنس هم ويلي چې ايران د اټومي انرژۍ د نړيالۍ ادارې د پلټونکو د بېرته ستنېدو سره موافقه کړې ده. خو د ايران د بهرنيو چارو وزارت دغه خبره رد کړې او ويلي يې دي چې د سوېټزرلينډ په خبرو کې نه د اټومي پروګرام په اړه مذاکرات شوي او نه ايران کومې نوې ژمنې منلې دي۔
د امريکا له نوي جواز سره به ايران د اګست تر ۲۱مې نېټې پورې خپل تېل خرڅولی شي او د دغو صادراتو پيسې به په امريکايي ډالرو ترلاسه کولای شي۔
د راپورونو له مخې، دا پرېکړه د ايران پر مالي او بانکي بنديزونو کې هم لنډمهاله نرمي راولي او ځينې مالي ادارې به د بنديزونو له محدوديتونو مستثنا وي۔
بلخوا جي ډي وينس ويلي چې امريکا او ايران د هرمز تنګي د خلاص ساتلو لپاره يو ګډ ميکانيزم جوړ کړی او د لبنان په ګډون د سيمې د شخړو د مخنيوي لپاره يې د همغږۍ يوه ځانګړې طريقه هم فعاله کړې ده۔
د قطر او پاکستان له خوا په خپره شوې ګډه اعلاميه کې ويل شوي چې ټولو اړخونو د راتلونکو ۶۰ ورځو لپاره پر يوه روډ مېپ، د لوړې کچې کمېټۍ پر جوړېدو او د تخنيکي ټيمونو پر پيلولو سلا کړې ده۔
د خبرو اترو له پرمختګ وروسته د هرمز تنګي له لارې د ګازو او تېلو د بېړيو تګ راتګ هم يو ځل بيا پيل شوی دی۔ راپورونه وايي چې د قطر څلور د مايع ګازو بېړۍ د جګړې له پيل وروسته د لومړي ځل لپاره له تنګي تېرې شوې دي۔
جي ډي وينس دا هم ويلي چې که د ايران کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي، نو د امريکا او قطر په څارنه کې به د امريکايي سويا، جوارو او غنمو د اخيستو لپاره وکارول شي۔ خو ايران تر اوسه په دې اړه کوم رسمي دريځ نه دی څرګند کړی۔