افغانستان کې د ۱۹۵۰ کال راهسې ګرمي شاوخوا ۱.۸ درجې سېوا شوې ده،ملګري ملتونه

  د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام   وينا ده  افغانستان کښې د ۱۹۵۰ کال راهسې ګرمي شاوخوا ۱.۸ درجې سېوا شوې ده. د موسم د بدلون له  امله  وچکالي، سېلابونه، واورې راښوېدل او سختې واورې هر کال ددوو لکو نه زيات افغانان  متاثره کوي.

 د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام  ترمخه  افغانستان د نړۍ په هغو  ملکونو کې شمېرل کېږي چې د موسم د بدلون ډېر سخت  اثرات پرې دي، حالانکې  په نړيوالې ګرمۍ جوړولو کې يې برخه ډېره کمه ده.

اداره وايي، د ١٩٥٠ کال راهسې افغانستان کې ګرمي شاوخوا ۱.۸ درجې  سينټي ګرېډ زياته شوې ده. د بارانونو کمي له  امله  وچکالي اوږدېږي، او د اوړي په موسم کې د واورو او کنګل زر وېلې کېدل د ناڅاپي سېلابونو خطر هم نور زياتوي.

 سېلابونه يواځې کورونه نه خرابوي، بلکې ويالې، سړکونه او د اوبو  نظام هم تباه کوي، فصلونه له منځه وړي او ډېر کسان پور اخيستو ته مجبوره کوي.

د ناروى د نړيوالو چارو انسټيټيوټ د ۲۰۲۶ کال په رپورټ کې ويلي دي چې د افغانستان شاوخوا ۸۰ فيصده خلک نېغ په نېغه يا  باالواسطه په کرنه روزګار کوي. هم د دې وجې د اوبو کمي، وچکالي او بې وخته بارانونه د خلکو په روزګار، خوراک او امدن بداثر کوي.

رپورټ زياتوي چې د ۲۰۲۵ کال په وړومبنو درېوو مياشتو کې د نوو بې‌کوره شوو ۷۹ فيصده پېښې د موسم د افتونو له وجې شوې وې.  رپورټ وايي چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل نه تر دسمبره پورې نزدې ۶۷۵ زره او ۵۰۰ افغانان د موسم د بدلون د اثر له امله ګاونډيو  ملکونو ته تللي وو.

خو رپورټونه دا هم وايي چې هر ناورين يواځې د موسم د بدلون له وجې نه راځي. اوږدې جګړې، بې وزلي، کمزورې بنيادي اسانتياوې، د ځنګلونو پرې کول او د اوبو خراب انتظام هم د خلکو ستونزې زياتوي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.