افغان لوبغاړي محمد سرور حسيني د قزاقستان په کوربتوب د ايشيا د جوجيټسو سياليو کې د وېتنام او کمبوډيا دوه لوبغاړو ته ماتې ورکړې ده.
حسيني د ۶۹ کلو وزن په کېټګورۍ(درجه بندۍ) کې لوبې کوي. هغه د ازبکستان د يو لوبغاړي سره لوبه مساوي کړې ده، خو د قرغزستان د سيال نه يې ماتې خوړلې ده.
بل افغان لوبغاړی مصطفی وکيلي هم د همدې وزن په کېټګورۍ کې سياليو ته (چمتو)تيار دى او خپلې مقابلې به کوي.
دشنوونکو( تجزيه کارانو) له مخې د لږو اسانتياوو باوجود، په نړيوالو سياليو کې د افغان لوبغاړو ګډون د هېواد د ځوانانو وړتيا او استعداد ښيي او د افغانستان لپاره يو ښه پرمختګ ګڼل کېږي.