په افغانستان کې ګڼو حکومتي کارکوونکو د خپلو سمارټ فونونو کارول بند کړي دي، وروسته له هغې چې د طالبانو د حکومت له لوري د دولتي ادارو کارکوونکو لپاره د ځيرک فونونو د استعمال د بنديز راپورونه خپاره شول۔
د برطانيې د ګارډين ورځپاڼې د راپور تر مخه، حکومتي مامورينو ته ويل شوي چې د دندې پر مهال دې سمارټ فونونه نه کاروي۔ ځينو کارکوونکو ويلي چې د سرغړونې په صورت کې د ټېليفون د ضبطېدو، ماتولو او قانوني سزاګانو خبرداری هم ورکړل شوی دی۔
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په غزني او بدخشان ولايتونو کې يو شمېر حکومتي مامورينو ويلي چې دوی اړ شوي خپل سمارټ فونونه بند کړي او د اړيکو لپاره له عادي ټېليفونونو کار واخلي۔ ځينو مامورينو اندېښنه ښودلې چې دا پرېکړه به د دوی پر ورځنيو چارو او د معلوماتو پر لېږد اغېز وکړي۔
کارپوهان وايي چې سمارټ فونونه نن سبا د کار، زده کړو، بانکدارۍ او سوداګرۍ مهمه وسيله ګرځېدلې ده۔ دوی باور لري چې د دغو وسايلو محدودول ښايي د افغانستان د ډيجيټل پرمختګ او معلوماتو ته د لاسرسي پر بهير اغېز وکړي۔