اسلام اباد، اين ډي ايم اى تر 24 مې جولاي   د سېلابونو او ځمکې ښويېدو خبردارى جاري کړو

  اين ډي ايم اى تر 24 جولاي پورې د ملک په بېلابېلو سيمو کې د ممکنه خطرو  په اړه الرټ جاري کړى دى. ادارې خبرداري ورکړى چې په سيندونو، خوړونو، نالو او غرييزو باراني  لارو کې ناڅاپي سېلابونه او د اوبو په  چپو کې د پام وړ زياتوالي امکان دى.

خيبر پښتونخوا کې د چترال، کابل، سوات او پنجکوړې سيندونو ترڅنګ د مقم او کلپاڼۍ نالو او د خېبر، کرمې، اورکزو، کوهاټ، بنو، کرک، هنګو، لکي مروت، شمالي او جنوبي وزيرستان، باجوړ، مومندو، مانسهرې، بونېر او صوابۍ په مقامي خوړونو کې د سېلابي  اوبو راوتلو دخطرې امکان څرګند کړى شوى دى.

ګلګت بلتستان کې د هنزه، شګر او ګانچې ضلعو د شمشال، هنزه، چپورسن، کليک، شګر، شيوک او هُشې سيندونو کې د ناڅاپي سېلابي رېلو اندېښنه څرګنده شوې ده.

 دپاکستان تر واک لاندې کشمير کې د جهلم، نيلم، پونڅ، مهل، بيټار نالې، بهمبر نالې، کانشي سيند او د جهلم او پونچهـ په معاونو لښتو او خوړونو کې د اوبو سطحې خطرناک حد ته د رسېدو امکان ښودل شوى دى.

پنجاب کې د ډي جي خان غرنيو نالو، دريائى سوان، پوټوهار سيمې او د شمال ختيځ بلوچستان په  باني  نالو او سيندونو کې هم د اوبو دکچې دحد نه دزياتيدو امکان دى. همدارنګه د چناب سيند (مراله) او د جهلم سيند (د منګلا برنۍ سيمه) کې د لوړې کچې سېلاب اټکل شوى، او په ډورا، ډوټا، ډواره، بهمبر، هلسي، ايک، پلکهو، بين، بسنتر، ډېک او سکهي نالو کې هم د اوبو ناڅاپي زياتوالي متوقعې دى.

اېن ډي اېم اى وايي، که د هند د تهين، پونګ او بهاکړا بندونو نه اوبه خوشې کړې شوې، نو د راوي او ستلج سيندونو د اوبو  چپې هم زياتېدى شي.

 پينډۍ، جهلم، ګوجرانواله، سرګودها، خوشاب، سيالکوټ، ګجرات، نارووال، لاهور، اوکاړه، چکوال او اټک ښارونو کې هم په  ښاري سيمو کې د سېلابونو دخطرې احتمال  څرګند کړى شوى دى.

ادارې ضلعي انتظاميو ته هدايت کړى چې د سيندونو او خوړونو مسلسل څارنه وکړي، امدادي ډلې له وړاندې تيارې وساتي او په حساسو سيمو کې حفاظتي ګامونه يقيني کړي. عوامو ته هم سپارښتنه شوې چې د اوبو د تېزې چپې  په وخت دې د سيندونو، خوړونو او  باراني  لارو د اوړېدو نه ډډه وکړي.

اېن ډي اېم اى د 21 نه تر 23 جولاي پورې د چترال او ګلګت بلتستان په غرنيو سيمو کې د ځمکې ښويېدو، د کاڼو راپرېوتو او د خټو د رېلو الرټ هم جاري کړى دى.

 زنګرام، ايون، بمبوريت، دروش-لاوي، هندور-برکولتي، قرغلتي، بالايي ياسين، بدسوات-بلهانس، پوريان سر، شمس آباد، اُلتر-شسپر، کريم اباد-التت، هوپر نګر، راما-استور، تريشنګ-روپل او د جګلوټ-سکردو سړک (ار ډي 20 نه تر 80) د ځمکې ښويېدو د خطرې سره مخ ښودل شوي دي.

ادارې خلکو ته اپيل کړى چې غرييزو او حساسو سيمو ته د غير ضروري سفر نه ډډه وکړي او د اېن ډي اېم اى د “پاک اېن ډي اېم اى ډيزاسټر الرټ” ايپ له لارې تازه معلومات ترلاسه کړي.

همدارنګه ټولو صوبايي او ضلعي ادارو ته د ممکنه موسمي حالاتو په نظر کې نيولو سره د بشپړ تيار اوسېدو هدايت هم جاري کړى شوى دى.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.