د اروپا ګڼ هېوادونه د اوړي له پيل سره سم د سختې او غيرمعمولي ګرمۍ له څپې سره مخ دي. په فرانسه کې چارواکي وايي چې د تېرې پنجشنبې راهيسې ۴۰ کسان د اوبو په ځايونو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي، ځکه ډېری خلک د ګرمۍ د کمولو لپاره سيندونو، ډنډونو او ساحلونو ته مخه کوي۔
د فرانسې د هوا پېژندنې ادارې ويلي چې د هېواد شاوخوا نيمايي سيمې د ګرمۍ تر ټولو لوړې کچې خبرداري (سور الرټ) لاندې دي. تمه ده چې په ډېرو ښارونو کې د تودوخې درجه له ۴۰ سانتي ګرېډه لوړه شي۔
د فرانسې لومړي وزير سيباستين ليکورنو ويلي چې د ډوبېدو له امله مړه شوي زياتره کسان ځوانان وو،
د سختې ګرمۍ له امله په فرانسه کې ښوونځي، عامه ترانسپورټ او سپورټي فعاليتونه اغېزمن شوي دي۔ د پيرس مشهور “ايفل ټاور” خپل کاري وخت لنډ کړی او د “لوور موزيم” هم اعلان کړی چې د څو ورځو لپاره به له معمول څخه دوه ساعته مخکې تړل کېږي۔
بل لور ته ايټاليا، هسپانيه او برتانيه هم د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ دي. په برتانيه کې د هوا ادارې د بې سارې ګرمۍ خبرداری ورکړی او ځينو ښوونځيو خپلې دروازې تړلې دي۔ د اورګاډو يو شمېر خدمات هم ځنډول شوي دي۔
په هسپانيه کې د هوا ادارې خبرداری ورکړی چې د هېواد په ځينو سيمو کې به د تودوخې درجه ۴۴ سانتي ګرېډو ته ورسېږي. چارواکي وايي چې د اقليمي بدلون له امله د ګرمۍ څپې اوس ډېرې، اوږدې او لا سختې شوې دي۔
د اروپايي ټولنې د اقليمي څار ادارې “کوپرنيکس” د معلوماتو له مخې، اروپا د نړۍ تر ټولو چټک تودېدونکی وچه ده او د ۱۹۸۰مې لسيزې راهيسې يې تودوخه د نړيوال اوسط په پرتله دوه چنده زياته شوې ده۔
د روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) ويلي چې په تېرو څلورو کلونو کې په اروپا کې له دوه لکه څخه زيات کسان د ګرمۍ اړوندو ناروغيو او ستونزو له امله مړه شوي۔