د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سينټکام) ويلي دي چې په اردن کې د دوو امريکايي پوځيانو د وژنې او د يو پوځي د ورکېدو وروستو امريکا په ايران تازه هوايي بريدونه کړي دي.
سينټکام په خپل بيان کې ويلي چې دا بريدونه د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر د ختيځ وخت مطابق ماښام شپږ بجې پيل شول.
د امريکايي پوځ له خوا ويل شوي چې د دغو بريدونو مقصد دا دى چې په ابنائى هرمز( هرمزتنګي) کې سوداګريزو بېړيو ته د ګواښ پېښولو د ايران توان کم کړي او د ايران د پاسداران انقلاب هغه کسان سزا کړي چې واشنګټن پرې په اردن کې د امريکايي ځواکونو د بريد تور لګوي.
د دې نه وړاندې د ايران ستر مشر خبرداري ورکړي و چې واشنګټن به د شخړې د زياتولو د هڅو پايلې وويني.
بلخوا د ايران مهر خبري اژانس ويلي چې امريکا د ايران د سوېل په سيرک سيمه کې يو بريد کړي دى، خو د لومړنيو معلوماتو ترمخه په دغه بريد کې د مرګ ژوبلې يا بنيادي اسانتياوو ته د زيان کومه اطلاع نه ده ورکړل شوې.
د امريکې پوځ وايي، د جمعې په ورځ اردن کې د ايران د بالسټک توغنديو او ډرون بريدونو له امله دوه امريکايي پوځيان وژل شوي او يو بل لا هم ورک دى.
دبرطانوي خبري شبکې دانګريزۍ څانګې له مخې د امريکې مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ويلي، په دې بريدونو کې څلور امريکايي پوځيان د علاج لپاره د اردن هسپتالونو ته رسول شوي وو، خو اوس تر علاج وروسته رخصت شوي دي. چارواکي وايي، نور هغه پوځيان چې لږ ژوبل شوي وو، بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.
امريکايي پوځي چارواکو د وژل شوو پوځيانو نومونه نه دي ښودلي او نه يې د پېښې د ځاي يا نورو حالاتو په اړه نور معلومات ورکړي دي.
بل لوري ته امريکا او ايران د شنبې په ورځ پر يو بل نوي بريدونه کړي، په داسې حال کې چې د هرمز تنګي پر سر شخړه نوره هم سخته شوې ده.
د امريکا مرکزي قوماندانۍ ويلي، ځواکونو يې پرلهپسې اوومه شپه د ايران څارنيز مرکزونه، پوځي لوژستيک، د وسلو زيرمې او سمندري وړتياوې په نښه کړې دي.
ايران بيا په سيمه کې د امريکا له پوځي حضور سره تړلي هدفونه ويشتي دي. د دواړو خواوو د هدفونو او زيانونو په اړه ادعاوې يو شان نه دي او ګڼ جزييات په خپلواکه توګه نه دي تاييد شوي.
هرمز تنګي د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد يوه مهمه سمندري لاره ده. په دې سيمه کې جګړه د کښتيو تګ راتګ، د بيمې نرخونه او د انرژۍ نړيوال بازار اغېزمنولاي شي. د شخړې د کمولو لپاره د خبرو امکان ياد شوى، خو تر دې دمه د بريدونو د بشپړه بندېدو کومه روښانه هوکړه نه ده شوې