په کوټه کې د ځوانو ډاکټرانو اتحادیې کاربندیز لاهم دوام لري.

د جون پر ۶ مه د کوټې په یوه دولتي روغتون کې د ماه نور ناصرې په نوم پر یوه ښځینه ډاکټرې د تېزابو شيندلو برید شوی و چې له کبله یې ډاکټرانو په احتجاج لاس پورې کړی و اوحکومته یې د امنیت ورکولو تر څنګ ګڼې غوښتنې کړي.
د کوټې د پولیسو په ویلي و چې دغه پېښه ۶ جون ماپښین مهال د کوټې دولتي (سول) سنډیمن روغتون د جراحۍ ( سرجیکل وارډ) په څانګه کې شوې چېري چې ډاکټرې ماه نور ناصره په یوه خونه کې وه.
د بلوچستان د اعلا وزیر میر سرفراز بګټي د رسنیو مرستیال( معاون) شاهد رند په خبره چې له پېښې ورسته یې ډاکټره ماه نور ناصره د کوټې یوه شخصي روغتون ته رسېدو ورسته د نورې درملنې لپاره د ډاکټرانو تر څارنې لاندې سنید کراچي ښار( اغا خان روغتون) ته د هوایي ایمبولینس(پیپلز ایر ایمبولینس) له لارې لېږدولې.
پولیس وایي چې برید کونکی د همایون شاه په نوم پېژندل شوی چې د بلوچستان د نوشکي سیمې اوسېدونکی و، چې په روغتون کې د لفټ اپریټر په توګه کار کاوه، د چارواکو په خبره چې د برید لاملونه روښانه نه دي چې د همایون شاه په نوم دغه کس برید له کومه کبله کړی.
خود کوټې پولیسو هغه مهال ویلي و چې له پښې ورسته سم د لاسه د تورن کس لټون پېل شو، د هغوی په خبره چې د کوټې کچي بېګ پولیس اسټېشن حدود کې د نوشکي بس تمځی ته نژدې د نیولو هڅه شوې چې تورن کس پر پولیسو ډزې کړي، د پولیسو په خبره چې د پولیسو سره په مقابله کې تورن کس وژل شوی چې ورسره یوه توکپنچه او څور کارتوس یا مرمۍ هم ورسره نیول شوي.

Quetta YDA Protest
Dr Mahnoor Acid Attack


خو ډاکټران وایي چې په پېښه کې تورن کس باید ژوندی نیول شوی وای او له هغه څخه د پښېښي پلټنې شوي وای
خو د کوټې د پولیسو ډي ای جي عمران شوکت ورسته ویلي چې د تېراب برید کونکي د وژل کېدو تر شا بل هڅ هدف هم نه و.
خو ډاکټران د پېښي د لوړي عدالتي( جوډیشري) پلټنو غوښته کوي. او په درغتون کې یې کاربندیز کړی.
ډاکټران وایي د تېراب برید دوی نور هم اندېښمن کړي دي
د ځوانانو ډاکټرانو اتحادیې غړي وایي چې د تېزاب شیندلو پېښه دردونکې وه چې اوس ښځینه ډاکټرانې خپل ځانونه خوندي نه احساسوي.
د کوټې دولتي روغتون د ښځینه ناروغیو وارډ ډاکټره شازیه خپلواک وایي
چې ښځینه ډاکټرانې دلته د ځورونې سره مخ کیږي خو بیا هم ډاکټرانې په ډېره وېره کې خپل کار ته دوام ورکوي.
ډاکټره شازیه خپلواک وایي چې د تېزاب د برید ورسته ډاکټرې ماه نور ناصرې او د نورو ښځینه ډاکټرو ته ورپېښو ستونزو په اړه ږغ پورته کولو پر ضد د دولتي روغتون ذموارو غړو لخوا د هغې شخصي معلومات، موبایل نمبر او انځور په ټولنیزو رسنیو خپور کړی چې دا یو ناقانونه عمل دی د هغې په خبره چې د ښځینه ډاکټرو دغه شخصي معلومات د روغتون د زموارو غړو سره خوندې وي.


خو.د بلوچستان د اعلا وزیر د رسینو مرستیال شاهد رند ویلي د عدلتیي حکم له مخې په روغتونونو کې کاربندیز یا هړتال، د کار بندول نا قانونه عمل دی.
هغه ویلي چې د احتجاج کوونکو او کاربندیز کوونکو د دغو ډاکټرانو پر ضد اقدام شوي.
د بلوچستان د روغتیا وزارت ۲۳ ډاکټران معطل کړي او ۲۵ نورو ته یې شوکاز نوټسونه ورکړي او ۵ ټرېني ډاکټرانو د پوسټ ګرېجویټ رورنې رجسټرېشن یې هم ځنډولی (معطل) کړی.
د بلوچستان حکومت وایي چې د روغتیایي ادارو د امنیت خوندي ساتلو لپاره یې پر لوړه کچه کمېټۍ جوړه کړې چې په دې کمېټۍ کې حکومتي چارواکي،لوړپوړي ډاکټران او امنتي چارواکي شامل دي چې د روغتونونو امنیت ته به کتنه کوي او وړانديزونه به وړاندې کوي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.