سوات چې د خپل ښه موسم، پاکو اوبو او ښکلو غرونو له وجې مشهور دی، همدارنګه د دې سيمې د خلکو د روزګار لويه وسيله کرونده ده. د سوات کروندهګر بېلابېلې سبزۍ او مېوې کري، چې پکې دا وخت شلتالو د سوات تر ټولو زيات پيدا کېدونکې مېوه ده۔
د زراعتو محکمې څخه ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، له ۱۹۹۰م کال وروسته په سوات کې موسمي بدلونونو د دې سيمې زياته پيدا کېدونکې مېوه «مڼه» سخت متاثره کړه، نو د زراعتو محکمې د هغې د متبادل په توګه د شلتالو نوې قسمونه معرفي کړل۔

د مينګورې د زراعتي تحقيقاتي څانګې مشر ډاکټر روشن علي وايي، چې دا وخت په سوات کې شاوخوا اته ډوله شلتالو کرل کېږي۔ د شلتالو باغونه هر کال د مې مياشتې څخه تر سپتمبر پورې مېوه ورکوي۔ په دغو قسمونو کې «ارلي ګرين» د مې په مياشت کې تيارېږي، او له هغې وروسته هر شل ورځې يا يوه مياشت پس نور قسمونه بازار ته راځي، چې پکې مشهور فلوريډا کنګ، سن کرسټ، ريډ هيون، فليم کرسټ، شنګهای او ځايي روايتي شلتالو شامل دي۔ په مقامي توګه دغو قسمونو ته له اول نمبر څخه تر اووم نمبر پورې نومونه ورکړل شوي دي۔
د سوات د زراعتو د توسيع محکمې مشر ډاکټر افتخار احمد وايي، چې دا وخت د سوات د کروندې شاوخوا اويا فيصده برخه د شلتالو باغونو نيولې ده۔ دغه باغونه په مينګوره، بريکوټ، کبل، چارباغ، مټه او خوازهخېله کې موجود دي۔
هغه وايي، چې په سوات کې د شلتالو بېلابېل قسمونه د موسم او سيمې مطابق کرل کېږي او حاصل يې ډېر زيات وي۔ د ده په وينا، حکومت د شلتالو نهه قسمونه منظور کړي دي، خو ځيني ځايي کروندهګر داسې قسمونه هم کري چې هغوی يې په خپل کوشش له نورو سيمو څخه راوړي دي۔

ډاکټر افتخار احمد د شلتالو د ناروغيو په اړه وايي، چې زياتره ناروغۍ د کروندهګرو د ناپوهۍ له امله پيدا کېږي۔ ډېری کروندهګر خپلو باغونو ته هغه مناسبې سرې او غذا نه ورکوي چې اړينې دي۔ هغه زياتوي، چې د شلتالو د باغ جوړولو نه مخکې بايد د باغ خاوره د زراعتو محکمې له لارې ټېسټ کړل شي، او زراعتو محکمه وخت په وخت کروندهګرو ته مشورې هم ورکوي۔
په سوات کې ګڼ شمېر کروندهګر د شلتالو باغونه لري، او ورسره زرګونه مزدوران هم کار کوي۔ د بريکوټ تحصيل يو باغوان حماد خان، چې ګڼ باغونه لري او تيار باغونه هم اخلي، وايي چې هر کال د شلتالو باغونو ته سرې، سپرې او شاخهبرۍ کوي۔
هغه وايي، چې د مې له مياشتې څخه تر اګست پورې د شلتالو مېوه د هېواد بېلابېلو سيمو ته لېږي۔ د ده په وينا، هر کال له خپلو اتلسو باغونو څخه د پنځوس زره نه تر اويا زره کريټو پورې حاصل ترلاسه کوي۔
حماد خان وايي، چې د شلتالو پر باغونو په لکونو روپۍ مصرف راځي، خو کله چې ږلۍ وشي نو کروندهګرو ته ډېر زيات تاوان اوړي۔ هغه زياتوي، چې کله حاصل ډېر شي نو نرخونه کم شي او بيا هم باغوانان له زيان سره مخ شي۔ ځکه دوی له حکومته غوښتنه کوي، چې د شلتالو د ساتنې لپاره دې د جوس جوړولو فابريکې جوړې کړل شي۔
هغه دا هم وايي، چې د سوات خوندور او معیاري شلتالو نورو هېوادونو ته د صادرولو لپاره دې مناسب انتظام وشي، څو هم هېواد او هم کروندهګر ترې ګټه ترلاسه کړي۔
د بريکوټ اويا کلن کروندهګر باور خان وايي، چې پخوا به يې په خپله سيمه کې منړه، الوچې او خوبانۍ کرلې، خو له تېرو دوو لسيزو راهيسې شلتالو کري۔
هغه وايي، چې د شلتالو باغونو له امله د سيمې ګڼ شمېر خلکو ته روزګار برابر شوی دی، خو د دې مېوې ستونزې هم ډېرې دي۔ شلتالو زياتې سپرې او مصنوعي سرو ته اړتيا لري، او ځينې وختونه د ږلۍ، ناروغيو او خراب موسم له امله ټول فصل خراب شي، چې ورسره د کروندهګرو مالي زيان هم ډېر شي۔ د ده په وينا، د داسې حالاتو لپاره کوم مناسب متبادل يا حکومتي مالي مرسته نشته۔
د زراعتو محکمې چارواکي وايي، چې هر کال په سوات کې له څلوېښت زره ټنه څخه تر اويا زره ټنو پورې شلتالو پيدا کېږي، چې د هېواد د ټول شلتالو شاوخوا اويا فيصده برخه جوړوي۔
چارواکي دا هم وايي، چې هر کال په باغونو کې شاوخوا څلوېښت فيصده شلتالو د مناسبې ساتنې، يخچالي نظام او مارکېټ نشتوالي له امله خرابېږي۔
د سوات د زراعتو محکمې مشر ډاکټر افتخار احمد وايي، چې د شلتالو د ضايع کېدو مخنيوي لپاره حکومت بېلابېلې منصوبې پيل کړې دي۔ د ده په وينا، د کوالټۍ ګريډنګ دوه ماشينونه لګول شوي دي، او د شلتالو څخه د جوس جوړولو پلانټ هم په پروژو کې شامل دی۔
هغه زياتوي، چې د سوات شلتالو نړيوالو مارکېټونو ته د رسولو لپاره د کروندهګرو روزنه هم روانه ده، او ورته د مناسب مارکېټ برابرولو هڅې هم کېږي۔