سوات کې د يوې ذهني ناروغې نجلۍ سره جنسي زياتې شوی دی۔

نياز احمد خان

د ذهني ناروغې نجلۍ سره د جنسي زياتي په تور دوه کسان ګرفتار شوې دي او د درې نورو ملزمانو لټون روان دی، پوليس

د خوازه خېلې پوليس تاڼې محرر بخت زمين خان د جولای په ۱۷مه نېټه مشال ډيجيټل ته ويلي چې د ۱۸ نجلۍ د پلار  په راپور يې مقدمه درج کړې ده. د نوموړې په وينا، له دې نجلۍ سره د سيمې پنځو کسانو په بېلابېلو ځايونو کې جنسي زياتی کړی دی۔

پوليس وايي، د متاثره نجلۍ پلار ورته ويلي چې لور يې ذهني ناروغي لري او هم د دې کمزورۍ له امله ځينو کسانو ورسره زياتی کړی دی۔ د هغه په خبره، متاثره نجلۍ په مينګوره روغتون کې د خپل ناروغ خپلوان د پوښتنې لپاره تللې وه، وروسته له مينګورې خوازه خېلې ته لاړه او شاوخوا ۱۸ ورځې له کوره بهر پاتې شوې وه۔ پوليس زياتوي چې په دې موده کې پرې د خوازه خېلې پنځو کسانو په بېلابېلو ځايونو کې جنسي تېری کړی دی۔

پوليسو د تورنو کسانو پر ضد مقدمه درج کړې چې پکې دوه کسان نيول شوي او د درې نورو د نيولو لپاره عمليات روان دي۔

بل لور ته، پوليس وايي د سرکاري اسنادو له مخې د متاثره نجلۍ عمر ۱۷ کاله دی۔ د پلټنو له مخې پرې جنسي زياتی شوی، خو ځکه چې د پېښې زيات وخت تېر شوی، نو اوس طبي معاينه او ميډيکل رپورټ ممکن نه دی۔

په همدې حال کې د بشري حقونو ادارې عورت فاونډيشن سوات مشرې سمرين حکيم پر دې پېښه سخت اندېښنه څرګنده کړې ده۔ هغې ويلي چې په سوات کې پر ښځو د تاوتريخوالي او جنسي زياتي پېښې زياتې شوې دي او په دې ډول قضيو کې د مور او پلار ذمه واري هم ډېره مهمه ده چې د خپلو ماشومانو سمه ساتنه وکړي۔ دا وايي چي په وخت رپورټ او د متاثره ښځې ميډيکل کول په داسي کيسونو کې ډير اهميت لري، د هغې په خبره، عورت فاونډيشن د متاثره نجلۍ قضيه څاري او ورسره به لازمي قانوني مرستې هم کوي۔

شیئر کریں:
mashaalcustom

mashaalcustom