غوڅ شوي لاس خپې، بېا هم ټوکیدې شي. ساېنسپوهان

عظمت علي شاه

په امریکا کې ساینسپوهانو د يوې مهمې څېړنې په مهال ادعا کړې ده چې په راتلونکې وخت کې به انسانان په دې وتوانيږي چې خپل غوڅ شوي لاسونه او پښې بېرته راشنه کړي ۔

دا څېړنه د امریکا ویک فاریسټ، ډیوک او د وسکانسن پوهنتونونو ساینسپوهانو په ګډه کړې ده ۔

ساینسپوهانو دا تجربه په درې ډوله ژوو يا ژوندي سرو کړې ده، چې اکسولوټل (یو ډول سوسمار يا د اوبو چرمخکۍ) ، زیبرا فش او موږک يا ميګا شامل دي ۔

اکسولوټل داسې حیوان دی چې خپل لاسونه ، پښې او حتا د بدن نورو غړو ته بېرته وده وکولی شي ۔ زیبرا فش هم خپل وجود خرابې شوي برخې بېرته جوړوي، او موږک ځکه پکې شامل شوی چې انسانانو ته ورته دی ۔

په دې څېړنه کې ساینسپوهانو دوه مهم جینونه موندلي چې SP6 او  SP8 نومېږي. دا جینونه د بدن د بیا جوړېدو کار کنټرولوي ۔  کله چې دا جینونه فعال شي، نو بدن کولای شي نوې غوښه او هډوکي جوړ کړي، خو کله چې دا جینونه بند شي نو دا توان له منځه ځي ۔

ساینسپوهانو د CRISPR په نوم ټکنالوژۍ سره دا جینونه بدل کړل ۔ کله چې یې دا جین بند کړ، نو حیوانانو بېرته خپل غړي جوړ نه کړل ۔ وروسته یې هڅه وکړه چې دا توان بېرته فعال کړي او په موږکانو کې یې یو څه بریالیتوب هم ترلاسه کړ ۔

د ساینسپوهانو په وینا، انسانانو کې هم دا نظام شته، خو دا ډېر پخوا غیر فعال شوی دی ۔  که په راتلونکې کې دا بېرته فعال کړل شي، نو انسانان به هم د خپل وجود غوڅې شوي برخې بېرته را جوړې کړي ۔

په نړۍ کې هر کال د شاوخوا ۱۵ لکه خلکو د لاسونو یا پښو د غوڅيدو پيښې ثبتيږي ۔ میلیونونه کسان له دې ستونزې سره ژوند کوي ۔ که دا څېړنه بریالۍ شي، نو دا به د طب په نړۍ کې لوی بدلون راولي او د ډېرو خلکو ژوند به اسانه کړي ۔

په دې اړه:

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ