نيازاحمدخان سوات
د سوات ښکلې او شنې درې نه يوازې د خپل طبيعي حسن له امله مشهورې دي، بلکې د قيمتي معدنياتو، په ځانګړي ډول د زمردو له امله هم په نړۍ کې ځانګړی نوم لري۔
د مينګورې او فضاګټ غرنیو سيمو کې موجود د زمردو کانونو څخه ترلاسه کېدونکي قيمتي کاڼي د خپل روڼوالي، ځلا او شين رنګ له کبله په نړيوال مارکیټ کې لوړ مقام لري۔ د ماهرانو په وينا، د سوات زمرد د نړۍ له غوره زمردو څخه شمېرل کېږي او معيار يې د کولمبيا له مشهورو زمردو سره برابر بلل کېږي۔
په سوات کې د زمردو کانونه (درنګونه) په لومړی وار په ۱۹۵۸ کال کې موندل شوي وو۔ د سوات د زمردو پټه شاوخوا ۲۰۰ کيلومتره اوږدوالی لري او اټکل کېږي چې د سوات په کانونو کې شاوخوا ۷ کروړه کېرټه د زمردو زېرمې موجودې دي۔
دا مهال د مينګورې او فضاګټ کان (درنګ) تر ټولو مهم او فعال کان بلل کېږي۔ د سوات زمرد د معيار له مخې د کولمبيا د مشهور موزو زمرد سره برابر ګڼل کېږي۔ د قيمتي کاڼو د ماهرانو په وينا، د پاکستان په ځانګړي ډول د سوات زمرد د نړۍ له غوره زمردو څخه شمېرل کېږي، که څه هم د توليد له پلوه کولمبيا، زامبيا او برازيل ستر هېوادونه ګڼل کېږي۔
په سوات کې د زمردو دوه لوی کانونه يادېږي چي حکومت شخصي کمپني ته په ليز ورکړې دغه کي مينګوره، شموزو کانو شامل دي، خود مينګورې کانونه د لوړ معيار زمردو لپاره زيات مشهور دي۔ د سوات د زمرد ځانګړنه يې روښانه شين رنګ، طبيعي ځلا او زيات روڼوالې دی۔ د سوات زمرد اروپا، منځني ختيځ، چين، تايلېنډ او هند ته صادريږي۔
د سوات د مينګوري زمرد کان وخت په وخت حکومت ټېکه دارو ته ورکړي چي پکي دا وخت کال دوه زره دويشت نه يوي شخصي کمپني ته د لسو کالو له پاره په پنځوس کروړ روپئ په ټيکه ورکړي شوي چي ټېکه دار ترې په لويه کچه د زمردو کانړي را اوباسي او په ملک کي دننه او باهر هيوادونو کي خرڅوي.
د زمردو په کان کي په سلګونو کانکندویه (کاڼي ویستونکي) کار کوي . د سوات د زمرودو کاروبار په مینګوره کې هم کیږي.
د مينګوري د بازار يو تاجر افتخارخان چي فضاګټ بائي پاس کي د قيمتي کانړو کاروبار کوي وائي چي مقامي هنرمندان کچه او خام مالونه د زمردو ټيکه دار نه واخلي، د دي ترڅنګ خاورې تري هم واخلي او بيا ورسره خواري وکړي زمرد تري جدا کړي دغه زمرد بيا هم پالش شوي نه وي خو په بازار کي خرڅيږي.
دې زیاتوي چی ځینې تاجران د سوات زمرد په لويي تعداد کي راټول کړي او بيا يي بهر هيوادونو ته، چي پکي تایلينډ، چين او اورپا شامل دي، د خرڅ د پاره یې انتقالوي. دغه زمرد ورسته هند ته اوليږلې شي او هلته کټ او پالش شي او کالي تري جوړه ولي شي.
د مينګورې د زمردو يو بل کاروبار کونکې رفيع الله وایې چي د زمردو په کاروبار لګښت زیات کیږي، خو حاصلات یې هم زیات کیږي.
نوموړې زیاتوي، چی هغه د زمردو کان ټېکه دار يا کاروندانو (کان کیندویوانو) نه زمرد واخلي په سوات کي د زمردو د پالش کولو يا کټ کولو او پاکالو کومه کارخانه يا هنرمندان نيشته دغه مال پيښور ته واستوي او خپله نګرانۍ کي کټ او پالش کيړي او بيا اسلام اباد کي په نړي وال مارکيټ کي د چين، سنګاپور، ملائيشيا، تايي لينډ او نورو هيوادنو په کاروباي کمپنيانو یې خرڅ کړي.
په سوات کي د معدنياتو محکمې یو چارواکې (چې نوم څرګندول یی نه غوښتل) وائي چي د سوات زمرود په نړيواله کچه ډير ارزښت لري او حکومت یی هم ورته د وده ورکولو د پاره ګامونه پورته کړي، دوي وائي چي د خيبرپښتونخوا په مرکزي ښار پيښور کي د زمردو لوئي مارکيټ او بيا د کټ کولو پالش کولو مرکزونه هم حکومت په مرسته جوړ شوې دي.