آسما ګل
د شازمه حليم غږ د پښتو ډرامو او راډيويي پروګرامونو د زرګونو اوريدونکو او کتونکو زړونو ته لار موندلې ده ۔ هغه اوس هم د ټيلي ويژن يوه مقبوله څهره ده ۔ هغه صرف يوه اداکاره نه ده، بلکې د پښتو راډيو او ټيلي ويژن د هغه دور يوه ژوندۍ نخښه ده چې کله کيسې، کلتور او ژبه په هر کور کې ژوندي وو ۔
شازمه حليم د مشال ډيجيټل سره د مرکي په وخت وويل چې د ژوند ستونزو په ډير کم عمر کې د مایک مخې ته په کښيناستو مجبوره کړه ۔
“زه لا ماشومه وم چې پلار مې په يوه ټريفکي حادثه کې په دواړو ښپو معذور شو او بيا مو په کورنۍ کې د ګټې وټې څوک پاتي نه شول ۔ زه د پنځو خويندو او او دوو وروڼو مشره خور وم نو د کورنۍ د مالي اړتياوو له کبله مې راډيو پاکستان اسلام آباد کې د خبرونو ويونکې په حيث په داسې حال کې کار پيل کړچې د اتم ټولګي زده کوونکې وم”
هغې وويل چې هغه وخت نه پوهېده چې دا غږ به يې د ټول عمر د پاره د کار وسيله ګرځي ۔
د صوابۍ اوسېدونکې شازمه حليم اوس په پېښور کې ژوند کوي ۔ د ټولنې د منفي رويې او ستونزو ترې کله هم مخ نه دی اړولی ۔ هغې وويل چې خلکوورپسې خبرې کولې او خنداګانې به يې ورپوري کولې “خو زه پوهيدم چې زما پيژندګلو زما کار دی”
آغلې شازمه وويل چې له راډيو پس يې ټيلي ويژن ډرامو ته مخه کړه او د پښتو په ډېرو مشهورو ډرامو کې يې کار وکړو، چې خلکو ته يې کردارونه اوس هم په ياد دي ۔
هغې وويل:
” هغه وخت ليکوالانو د ژبې، کلتور او جذباتو پوره پوهه لرله، او هدايت کارانو هره صحنه د زړه په مينه جوړوله ۔ پخوا به مو په يوه ډرامه کې اوونۍ کار کاوه، هره کرښه مو څو ځله تکراروله”
شازمه حليم مشال ډيجيټل ته په خفګان وويل چې اوس کار چټک دی، خو خوند يې د مخکې په پرتله کم دی۔
“اوس د پښتو ډرامو معيار ښکته شوی دی ۔ نه ښه ليکوالان پاتې دي، نه هغه شان هدايت کاران شته او نه هم اداکاران د پخوا په څېر محنت کوي ۔ په خيبر پښتونخوا کې د هنرمندانو معاوضې هم دومره کمې دي چې يوازې د شوق لپاره کار کول پکار دي نوي نسل ته بايد دا احساس ورکړل شي چې پښتو ډرامه يوازې تفريح نه، بلکې د ژبې او کلتور ساتنه هم ده”
د دوو زامنو مور شازمه حليم د هنر سره د کورنۍ زمه وارۍ ته هم پورا وخت ورکوي او په ښه توګه يې سر ته رسوي ۔ هغې هيله څرګنده کړه چې پښتو ډرامه بيا خپل هغه مقام پيدا کړي چې خلک يې د کورنۍ سره يو ځای ګوري او خپل ژوند پکې لټوي
آغلې شازمه مشال ډيجيټل ته وويل چې که ليکوال، هدايت کار او اداکار درې واړه له زړه نه کار وکړي، نو پښتو ډرامه به بيا راژوندۍ شي ۔