د برتانیې مشهور مزاحیه هنرمند، لیکوال او د مرغانو او فطرت مینه وال بل اوډي د ۸۵ کالو په عمر مړ شوی دی. د هغه د کورنۍ او ایجنټ له مخې، هغه د شنبې په ورځ وفات شو، خو د مړینې د لامل په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
بل اوډي د “دي ګوډیز” په نوم د بي بي سي د مزاحیه ټي وي پروګرام له کبله د نړۍ په کچه مشهور شوی و. دا پروګرام له ۱۹۷۰ نه تر ۱۹۸۲ کال پورې خپرېده او په هغه کې یې له ټیم بروک ټیلر او ګریم ګارډن سره کار کاوه. دغه پروګرام هغه وخت د برتانیې له تر ټولو مشهورو ټي وي خپرونو څخه ګڼل کېده.
بل اوډي وروسته د فطرت او مرغانو په اړه کار پیل کړ او په دې برخه کې یې هم ډېر نوم وګاټه. هغه د بي بي سي په ګڼو پروګرامونو کې د مرغانو او ځنګلي ځناورو په اړه معلومات ورکول. د “بریټن ګوز وایلډ“ او وروسته د “سپرینګ واچ“ پروګرام له لارې یې زرګونه کسان د فطرت او چاپېریال ساتنې ته وهڅول. نوموړي تر ۲۰۰۸ کال پورې په دغه پروګرام کې کار وکړ.
د هغه ایجنټ ډیویډ فوسټر ویلي، بل اوډي یو داسې انسان و چې یوازې یې خلک نه خندول، بلکې د طبیعت ساتنې لپاره یې هم ډېر کار کاوه. د هغه په وینا، بل اوډي د چاپېریال د ساتنې په کمپاینونو، غونډو او احتجاجونو کې هم برخه اخیسته او تل یې هڅه کوله چې خلک د مرغانو او ځنګلي ځناورو ساتنې ته وهڅوي. بل اوډي په ۱۹۴۱ کال کې د برتانیې د روچډېل په ښار کې زېږېدلی و. د هغه له مړینې وروسته درې اولادونه پاتې دي. د هغه د مړینې خبر د هنر، ټي وي او د فطرت د مینه والو لپاره یوه لویه ضایعه بلل کېږي.