د سېنېټ د پلاننګ قائمه کمېټۍ غونډه کښې د پروجيکټ ډايريکټر او ډي جي هيلتھ وئيلي دي چې که پاکستان کې د ابادۍ موجوده رفتار جاري پاتې شو، نو د کال ۲۰۳۰ م پورې به د پاکستان ابادي ۳۰ کروړو ته اورسیږي ، او تر ۲۰۵۰ م به ۳۹ کروړوته رسیدو امکان دی.
د خبرونو تر مخه، د پاکستان د سېنېټ د پلاننګ قائمه کمېټۍ غونډه د سېنېټر قرۃ العين مري په مشرۍ کښې وشوه، چې پکښې د ډي جي هيلتھ له اړخه کمېټۍ ته بريفنګ ورکړے شو.
بريفنګ کښې ووئيل شول چې د ابادۍ د کنټرول لپاره د نېشنل ايکشن پلان لاندې د ۲ اربه روپو پروژه روانه ده. د دې پروګرام لاندې په ۲۰۲۲ م کال کښې ۱۱ ميلينه د حمل مخنيوي داروګان او نور مواد اخيستل شوي وو، خو دغه مواد تر اوسه په مکمله توګه نه دي استعمال شوي او تر دې وخته مارکيټ کښې موجود دي.
کمېټۍ ته دا هم ووئيل شول چې په هېواد کښې بايد هر پينځه کاله پس ډيموګرافک او هيلتھ سروی ووشي، خو د تېرو اتو کالو راهسې دا سروی نه ده ترسره شوې، چې له امله يې د ابادۍ پحقله کره او مکمل معلومات او شمیرې نه ترلاسه کیږي.
قائمه کمېټۍ په تېرو اتو کالو کښې د ډيموګرافک او هيلتھ سروی نه ترسره کېدو باندې د سختې ناراضګۍ څرګندونه اوکړه او متعلقه ادارو ته يې هدايت وکړ چې دغه سروی دې زر تر زره مکمله کړي.