په افغانستان کې دطالبانو دټرانسپورټ او هوابازۍ دموسمياتو محکمې ددغه ملک په شپږو ولايتونو کې دسختو بارانونو او ناڅاپي سيلاب راتللو اندېښنه څرګنده کړې ده.
دموسمياتو محکمې پيشګويي(وړاندوينه) کړې چې سبا دوشنبه ( دنهې ورځ ) نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتيا، خوست او پکتيکا کې دباران امکان دى.
دادارې ترمخه په دې صوبو کې دلسو نه ٢٥و ملي ميټرو پورې دسخت باران امکان دى.
دموسمياتو ادارې داپيشګويي هم کړې ده چې مينځنيو، ختيځو، جنوب ختيځو او په لويديزو سيمو کې په يوه ګينټه کې د٥٠و نه ٩٠ کلو ميټره رفتار پورې تيزې هواګانې چليدلى شي.
بل اړخ ته دطالبانو دقدرتي افتونو په وخت دتنظيم اتهارټۍ ترمخه دتيرې يوې اوونۍ په دوران په ١٥و ولايتونو کې دسختو بارانونو او سيلاب له امله ٣٤ کسان مړه ،٢٩ ژوبل او ٤٤٦٢ نورې کورنۍ متاثره( اغيزمنې) شوي دي.