نوې څېړنې ښيي چې د اقلیم بدلون یوازې چاپېریال نه، بلکې د ماشومانو د اوړي رخصتۍ او بهرني فعالیتونه هم اغېزمن کړي دي. د سختې ګرمۍ، وچکالۍ، طوفانونو او سېلابونو له امله ماشومان اوس د پخوا په څېر په ازاده فضا کې لوبې نه شي کولای.
ساينسپوهان وايي، د نړۍ د تودوخې زیاتېدو، چې لوی لامل یې د تېلو، سکرو او ګاز سوځول ، د هوا سخت حالات نور هم زیات کړي دي. مور او پلار، د اوړي د کمپونو مسؤلان او ښوونکي وایي، دا بدلون یې په خپل ورځني ژوند کې په ښکاره احساس کړی دی.
اوس د ماشومانو د اوړي ډېره برخه د سختې ګرمۍ، د ځنګلي اورونو د لوګي او پرله پسې بارانونو له امله په کور کې تېريږي. پخوا به چې کله باران وشو، ماشومانو هماغه هم د تفریح یوه موقع وبلله او د کور دننه په کارونو او لوبو یې وخت تېر کړ.
د پام وړ ده چې اوس د کورنۍ د رخصتیو پلانونه د اقلیم بدلون ته په کتو جوړيږي. پخوا د دې ستونزې اغېز نه احساسيدو، خو اوس یې ټوله نړۍ په خپلو سترګو ویني.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې که د اقلیم بدلون د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته نه شي، نو راتلونکو کلونو کې به د ماشومانو د اوړي رخصتۍ او بهرني فعالیتونه لا ډېر اغېزمن شي.