د نړۍ مشهور ټولنیز رسنیز پلیټفارم فېسبوک ډېر ژر په خپل اپ کې لوی بدلون راولي. د فېسبوک مور شرکت میټا (Meta) وايي، د دې بدلون هدف دا دی چې کاروونکو ته د ویډیوګانو ښه او اسانه تجربه ورکړي.
د میټا د اعلان له مخې، ډېر ژر به د (ري اميجنډ ايكسپرينس) په نوم د نوي ډیزاین ازموینه پیل شي. په دې بدلون کې به کله چې څوک فېسبوک پرانیزي، نو د پخوا په شان پوسټونه نه، بلکې د ټک ټاک په شان فل سکرین ویډیوګانې به لومړی مخې ته راځي.
میټا وایي، اوس ډېری خلک ویډیوګانې ډېرې ګوري، نو ځکه یې ویډیو ته لومړیتوب ورکړی دی. د شرکت په وېنا، نوی ډیزاین به خلکو ته د تفریح تر څنګ د باور وړ کانټینټ جوړوونکو (كري ايټرز) موندل هم اسانه کړي.
شرکت دا هم ویلي، که کوم کاروونکي ته نوی ډیزاین خوښ نه وي، نو هغه به بېرته د فېسبوک پخوانی فیډ هم کارولی شي، ځکه هغه به د اپ په جلا ټب کې موجود وي.
میټا پلان لري چې دا نوی ویډیو-فرسټ فیډ لومړی په هغو هېوادونو کې پیل کړي چې هلته خلک ویډیوګانې ډېرې ګوري، او وروسته به یې نورو هېوادونو ته هم وغځوي. دا نوی بدلون د ټک ټاک له طرز سره ورته دی، ځکه په ټک ټاک کې هم د اپ پرانیستو سره سم د فل سکرین ویډیو فیډ ښکاري. تر اوسه میټا د دې نوي ډیزاین رسمي انځورونه نه دي خپاره کړي.