دپېښور دکوتوالۍ تاڼې په حدودو کې دخالي په ورځ پوليسو سره ديوې مبېنه مقابلې په دوران مشهور ټک ټاکر ماصلى وژل شوى او دوه پوليس اهلکار هم ژوبل شوي.
دپېښور پوليسو دعوه ده چې دغه ټک ټاکر دخپلو ملګرو په ډزوژ ل شوى دى.
دپوليسو وينا ده چې دپېښور ګور ګهټړۍ کې دشوکې دپېښې په خبر ترلاسه کولو دپوليسو رايډرز موقعې ته ورسيدل چرته چې موجودو وسله والو کسانو په پوليسو ډزې وکړې چې له امله يې درايډر سکواډ حيدرعلي شاه پشمول دوه اهلکار ژوبل شول.
پوليس ويلي په دې دوران دډزو په سبب يو مشهور ملزم( ټک ټاکر) ماصل عرف ماصلى چې دقاضي خيلان اوسيدونکى دى، وژل شوى دى.
پوليسو ويلي دغه ملزم ديو ولسي وګړي نه موبايل، پېسې او بليو ټوتهـ تروړلي وو او په دې خبر ترلاسه کولو دکوتوالۍ تاڼې پوليس سيمې ته رسيدلي وو خو ملزمانو په پوليسو ډزې شروع کړې، په جوابي ډزو دوژل شوي ملزم ملګري تښتيدلي دي.
دپوليسو ترمخه دملزم ماصلي خلاف کوتوالۍ او څوکنو تاڼه کې دمنشيات فروشۍ، وسلې ساتلو او ژوبل کولو خواوشا نهه مقدمې درج دي.
دماصلي دوژل کيدو خبر په ټولنيزه ميډيا او خصوصاً ټيک ټاک او فيسبوک زيات وايرل دى چې صارفين پرې منفي او مثبتې دواړه قسمه تبصرې کوي.
وژل شوي ملزم دماشومانو او خواجه سراو سره غيراخلاقي ويډيوګانې هم جوړې کړي او هغه دخپلې غنډه ګردۍ، ګوتمو اچولو، په مخ دزخم نښو او خپل ځانګړي انداز په سبب زيات شهرت ترلاسه کړى و.