باجوړ کې بمي چاودنه، دوه کسان وژل شوي

دغه چاودنه د جولای په ۲۵مه مازیګر د باجوړ په سالارزو تحصیل کې د تلۍ په نوم د اوبو د باراني بند سره نزدې شوې، چې د باجوړ د پولیسو په خبره، دوه کسان پکې وژل شوي.

د باجوړ په لوي روغتون کې د وژل شویو کسانو د پوسټمارټم د پاره ور وړلې شوي وو، چې د هغوي په خدماتو کې د عوامي نیشنل ګوند باجوړ ډپټي جنرل سیکرټري سید صدیق اکبر مشال ډیجیټل ته وویل، دغه کسان ولسي وګړي وو، او په خواله رسنیو خپور شوې هغه خبر، چې ګوندې په دې چاودنه کې د دغه ګوند باجوړ ترجمان عبید سالارزې هم زخمي دې، ناسم دې.

ده مشال ډيجيټل ته وويل، دغه چاودنه په عبید سالارزي نه ده شوې، او هغه پکې هیڅ زیانمن شوې نه دې.

د باجوړ پولیسو مشال ډیجیټل ته ویلي، دغه چاودنه د زمکې خخ شوی بارودو په واسطه شوې، چې پکې دوه کسان مړه شوي. دوي زیاته کړې چې پولیس د پیښې ځای ته ورغلي، او پلټنې یې پیل کړي.

د دغه چاودنې زمه واري کومې وسله والې ډلې نه ده قبوله کړې.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.