دافغانستان پولې ته نزدې دخېبرپښتونخوا په جنوبي وزيرستان سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يو چيک پوسټ ترسره شوې خودکش حمله کې ددوه اولسي وګړو دژوبل کيدو اطلاع ترلاسه شوې ده.
مقامي صحافي فاروق محسود او اشتياق مشال ډيجيټل سره په خبرو کې ددغه خودکش حملې تصديق کړى او ددې نه علاوه محمد فاروق او نصيرالله هم تايد کړې چې په جنوبي وزيرستان کې په ياده کې سيمه کې خودکش حمله شوې ده.
د پوځي سرچينو او ځايي اوسېدونکو په وينا، د سويلي( جنوبي) وزيرستان لوور د وانا او اعظم ورسک ترمنځ ګنګي خېل پوستې ته نزدې وسله والو دبارودو نه دډک ګاډي دالوځولو هڅه کړې ده.
دامنيتي ځواکونو سرچينو ويلي چې په وخت اقدام کولو سره يې د حملې کوشش ناکامه کړى دى او حمله کوونکى خپل هدف ته نه دى رسيدلى
ځايي سرچينې وايي، له چاودنې وروسته خواوشا نيم ساعت د امنيتي ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ نښته هم روانه وه. د لومړنيو معلوماتو له مخې، په پېښه کې دوه ولسي وګړي ټپيان( ژوبل) شوي دي.
له پېښې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده( محاصره) کړې او د وسلهوالو په ضد يې عمليات پيل کړي دي.
د بريد مسوليت دپاکستان دحکومت لخوا کالعدم ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان (TTP) پر غاړه اخيستى دى.
بلخوا، ځايي اوسېدونکي او امنيتي سرچينې وايي چې په سويلي وزيرستان غنډک امنيتي پوستې هم تيره شپه وسله والو له خوا بريد شوى چې دوه امنيتي سرتېري پکې وژل شوي.