امریکا د ایران کنګل شوې پیسې د تاوان په توګه استعمالول غواړي

د امریکا اولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، امریکا به د ایران کنګل شوې شتمنۍ د هغو بېړیو او بارونو د تاوان پوره کولو د پاره استعمال کړي کومې چې د خلیج په سیمه او شاوخوا کې د بریدونو له امله زیانمن شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو ټروت سوشل په پاڼه په ۲۴مه جولایي ټرمپ لیکلي: «تر بلې خبرتیا پورې دې دا اعلان رسمي وګڼل شي، له نن وروسته به بېړیو، بارونو او له دې سره تړلو هر ډول تاوان د ایران له هغو پیسو ورکول کېږي چې د امریکا په واک او کنټرول کې دي.»

ټرمپ دا نه ده په ډاګه کړې چې دا پیسې به له کومې ځانګړې سرچینې اخلي، خو د امریکا د بندیزونو له امله د ایران په اربونو ډالره شتمنۍ یا خو کنګل شوې او یا هم د امریکا تر واک لاندې پرتې دي.

بل پلو ته د ایران د خارجه چارو وزیر سید عباس عراقچي د ډونالډ ټرمپ د بیان غبرګون کې په خپلې ایکس پاڼې لیکلي دي :د بل هېواد شتمني نیول او د هغې پیسې د داسې راتلونکو دعوو د ادا کولو لپاره کارول چې ورسره هېڅ تړاو نه لري، یو ډېر خطرناک او پاروونکی مثال جوړوي.

څوک چې د دغو پیسو په کارولو خوشحالي کوي یا ترې ګټه اخلي، باید دا خبره په یاد وساتي: که حکومتونه د نورو شتمنۍ ضبطول یو عادي کار وګرځوي، نو بیا د هېچا شتمني خوندي نه پاتې کېږي. د دې کار له امله چې کوم ګډوډی راولاړېږي، هغه به نه ښکلې وي او نه به سوله‌ ییزه وي.”

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.