د بنو پوليسو مشر ډي پي او محمد فرقان بلال په وينا نن د تلګۍ په غرنیو سیمو کې پولیسو، سي ټي ډي او امنیتي ځواکونو په ګډ استخباراتي عملیاتو کې څلور وسله وال وژلي او پنځه مشکوک کسان یې نیولي دي. د عملیاتو پر مهال وسلې هم ترلاسه شوې دي.
د نوموړي په وينا دغه عمليات د هغه په مشرۍ کې ترسره شوي،
د شاوخوا اووه ساعته نښتې پر مهال دوه پولیس سرتېري معمولي ژوبل شوي، چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی. د چارواکو په وینا، سیمه کې د لټون عملیات لا هم روان دی.
د پولیسو ضلعي مشر وایي چې د دې وړاندې ې هم ورته ډول عملياتو کې ۵۰ پورې مشکوک کسان نیولي چې تحقيقات ې روان دی
د بنو په ميريان نورړ خني کله بکاخېل او خوا او شا کې د تيرو ۷ ورځو راهيسي وسله والو په خلاف هدفي عملیات دوام لري
سيکيورټي فورسز دغه عملياتو کې د ګنړو وسله والو د وژنې ادعا کړي
وسله والو له خوا د دغه دعوو په اړه څه نه دي ويل شوي