په کورمه کې د نادرا عملې تر هغې خپل کار ودرولې چې د جولايي پر شلمه له صدې د ډوګر په لور راپورته شوي د تکنیکي کار
سمولو په غرض تلونکي د یاد محکمې په دوو ګاډو کې پر سواره ۶ تنانو د سلطاني کلي سره نېزدې وسله وال برید اوکړو.
که څه هم په یاد برید کې ځاني زیان نه و اوړېدلې خو پر ګولو د لګېدلو له کبله وین او موټر ګاډو ته سخت نقصان رسېدلی وو.
د هغې پېښې ذمه واري چا په خپل سرنه وه اخستې او نه هم پولیسو په شوي ایف اي آر کې تراوسه څوک نامزد کړي دي.
بلخوا په دغه آړه د نادرا محکمې یو ځايي چارواکي شاه نواز خان مشال ډیجیټل ته د زیارت په ورځ په درویشتمه جولایي ویلي، په اسلام اباد کې موجود خپلو افسرانو ورته دوه ورځې وړاندې اېمیل کړی چې د شناختي کارډونو ترڅنګ په ټولو اسنادو جوړولو کار ودروي چې د هغې نه پس یې د سیمې ټول دفترونه تړلي دي
خان زیاتوي، چونکه ځایي اوسېدونکي مشکلات لري، له خپل مشرانو یې د بیا کار پېلولو درخواست کړی چې ورباندې غور تر کېدلو پس ډیر زر د بیا خلاصولو ډاډ یې ورکړی.
قبایلي سیمه کورمه کې د نادرا عملې لخوا کار تر ودرېدلو پس ځايی اوسېدونکي د شناختي کارډ او نورو ضروري اسنادو جوړولو کې د مشکلاتو سره مخ شوي.
د بګن سیمې پیر محمد مشال ډیجیټل ته پر ۲۳م جولايي وېلي، د طبي او غاښونو په کالجونو کې د داخلې امتحان، ایم ډي کیټ کې برخه اخستلو لپاره ورته د شناختي کارډ ضرورت دی چې د هغې جوړولو لپاره ۱۴ ورځې وړاندې د صدې په نادرا دفتر کې ارجنټ
یا ډبل فیس جمع کړی خو یاد کارډ ورته له هم نه دې میلاو شوی.
پیر محمد زیاتوي، که په سیمه کې د نادرا عملې خپل کار بیا او زر شروع نه کړو، دا خطره شته چې په یاد امتحان کې شناختي کارډ
د نیشتولي له کبله برخه وانخلي.
.
په کورمه کې شاوخوا اته لکه ابادۍ د سهولت لپاره دا وخت په صده او پاړه چینار کې د نادرا مرکزي دفترونو نه علاوه د بګن، علي
زو، خوار کلې، سیواک، ډوګر او پر یو شمېر نورو ځایونو ون ونډو سروس ورکولو سهولت شته خو له څلور ورځو دا ټول بند پراته
دي چې له کبله مقامي خلکو ته د شناختي کارډونو او نورو ضروري اسنادو په جوړولو کې مشکلات پیدا شوي.