امریکا او سعودي عرب د چهارشنبې په ورځ (۲۲ مه جولای ۲۰۲۶) په واشنګټن کې یو مهم اټومي تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې سعودي عرب هم خپل ملکي اټومي پروګرام جوړولی شي. دا تړون د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ او د سعودي عرب د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان تر منځ لاسلیک شو، ځکه چې دواړه هیوادونه غواړي د انرژۍ برخه کې خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او امریکایي کمپنیو ته د سعودي بازار دروازې پرانیزي.
امریکایانو دا تړون “تاریخي” بللی او وایي چې دا به راتلونکو کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ لوې سوداګریز کار وي.
د دې تړون له مخې به سعودي عرب وکولی شي چې خپله یورینیم پاکه کړي خو دا کار به سمدستي نه وي بلکې ړومبیه به یوه ګډه امریکایي سعودي ډله دا خبره وګوري چې دا کار سم دی که نه. تاسیسات به امریکایي کمپنۍ جوړوي، خو اصلي حساسه ټکنالوژي به سعودي ته نه ورکوي. سعودي عرب دا هم منلي چې تر لسو کالو به خپله جلا ټکنالوژي نه جوړوي او نه به یې له بل هیواد (لکه روسیه یا چین) څخه اخلي.
دا تړون اوس امریکایي کانګرس ته ځي، هغوی به پرې ۹۰ ورځې غور کوي.
ځینې کارپوهان وایي چې دا تړون یو څه خطرناک دی، ځکه چې دا هغه سخت شرطونه نه لري چې امریکا مخکې د متحده عرب اماراتو سره کړي وو. یعنې سعودي عرب به دومره ډیر تر پلټنو لاندې نه وي لکه څنګه چې اماراتو منلې وه.
سعودي ولي عهد محمد بن سلمان مخکې ویلي وو چې که ایران اټومي وسله جوړه کړه، نو سعودي به هم جوړه کړي. نو ځکه دا نوی تړون د خلکو لپاره نور هم مهم شوی دی.
دا تړون هغه وخت لاسلیک شو کله چې امریکا پر ایران فشار راولي چې خپل اټومي پروګرام پریږدي.