د بلوچستان د حکومت د کورنیو چارو د رسنیو سلاکار بابر یوسفزي د مستونګ برید کې د سیشن جج عبدالحکیم کاکړ او د هغه د ساتونکي محمد زمان وژنه په کلکو ټکو وغندله.
بابر یوسفزي ویلي، په برید کې ښکېل وسلوال به له هېڅ ډول رعایت څخه برخمن نه شي او امنیتي ادارې به هغوی ژر ونیسي او د قانون منګولو ته به یې وسپاري..
د بلوچستان د حکومت د کورنیو چارو وزارت د رسنیو سلاکار بابر یوسفزي د جولای پر ۲۲ مه په خپل بیان کې ویلي و چې په کهډکوچه کې ګرځبندیز(کرفیو) د چهارشنبې ۲۳مې جولایي د شپې له نهو بجو څخه تر بلې خبرتیا پورې پلي (نافذ) شوې.
هغه ویلي چې د ګرځبندیر پر مهال به خلکو ته له خپلو کورونو د وتلو اجازه نه وي.
هغه له خلکو غوښتي چې د امنیتي وضعیت له امله د ادارې له لارښوونو سره بشپړه همکاري وکړي.
هغه زیاته کړې چې د ګرځبندیز له حکم څخه سرغړوونکو پر ضد به د قانون له مخې سخت قانوني اقدامات وشي.
بابر یوسفزي دا هم ویلي چې د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د امنيتي وضعیت له امله دا پرېکړه کړې ده.
په یاده سیمه کې د جولای پر ۲۲مه پر یوه مسافر وړونکي بس د ډزو له امله لږ تر لږه ۳ کسان وژل شوي او ۳ نور ژوبل و. همداراز د کوټې او کراچۍ پر لویه لار د چاودېدونکو توکو په وسیله یو پل هم زیانمن شوی و.
کهډکوچه د مستونګ ولسوالۍ( ضلعې) تحصیل دی چې د مستونګ ښار څخه سوېل لوېدیځ لوري ته شاوخوا ۳۵ کیلومتره واټن کې پروت دی، له څه مودې راهېسې د کوټې او کراچې تر منځ مسافر وړونکې بسونه ، لارۍ او ګاز ( ګېس) وړونکې بوزر د وسلوالو لخوا ویشتل کیږي، سوځول کیږي او یا شلول کیږي.
ددې پېښو پر ضد د مال وړونکو لاریو اتحادیو په تېرو وختونو کې احتجاجونه هم کړي و او خپلې لارۍ یې پر سړکونو درولې وو او له حکومته یې د امن ورکولو غوښتنه کړې وه، چې هغه وخت کې د بلوچستان حکومت ورته د امن ورکولو ډاډ ورکړی و.
په دې سیمو کې وخت پر وخت د وسلوالو لخوا امنتي سرتېري او سرکاري وداني د وسلوالو لخوا په نښه کیږي چې زمه واري یې بلوڅ بېلتون پاله ډله ( بي ایل اې) په غاړه اخلي.
د ذکرشوي برید مسولیت د حکومت لخوا ناقانونه ګرځول شوې وسلوالې ډلې( بي اېل اې) پر غاړه اخیستی.
د جولایي پر ۲۲ مه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره (ایي اېس پي ار) په خپل بیان کې ویلي و چې د تېرو ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې د بلوچستان د سوراب او مستونګ په ولسوالیو( ضلعو)کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په بېلابېلو سیمو کې د پلټنې او هدفي عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۱۰ وسلوال وژل شوي.
د ایي اېس پي ار د بیان له مخې، امنیتي ځواکونو د وسلوالو پټنځایونه په نښه کړي چې په سوراب ولسوالۍ کې ۷ او په مستونګ ولسوالۍ کې ۳ وسلوال وژل شوي.
بیان زیاتوي چې په مستونګ کې دوې ښځینه ځانمرګي بریدګرې او د هغوی یو همکار هم نیول شوي، د ایي اېس پي ار په وینا د هند په ملاتړ د (فتنه الهندوستان) له ډلې سره تړاو لري.( فتنه الهندوستان نوم د پاکستان حکومت د بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې بي ایل اې لپاره کاروي)
د ایي اېس پي تر په وینا، له نیول شویو او وژل شویو کسانو څخه وسلې، مهمات او لاسي جوړ چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
بیان وايي، په سیمه کې د هند په ملاتړ د نورو وسلوالو له منځه وړلو
لپاره د پلټنې او تصفیې عملیات دوام لري.