د زمکې نه بهر هم ژوند شته؟

څېړونکو په ړومبي ځل د یو لرې ستوري د اوسیدو جوګه سیمې کې د ګرځېدونکي ځمکې په څېر شاوخوا د فضا د موجودیت نخښې موندلې دي.

د څېړونکو په وینا، دا موندنه ښايي چې زموږ د نمریز نظام څخه بهر هم داسې سیارې موجودېت لرلی شي چې د زمکې په څېر چاپېریال ولري.

دغې زمکې ته  د ورته سیارې په فضا کې هیلیم ګاز موندل شوی دی. که څه هم یوازې په هیلیم کې ژوند ممکن نه دی، خو ساینسپوهان وایي امکان لري چې د دې سیارې په فضا کې نور ګازونه هم موجود وي.

د دې څېړنې لیکوال، د هارورډ پوهنتون ډاکټر کولن چیروبِم، دا موندنه “لویه علمي لاسته راوړنه” بللې ده.

هغه وایي: “دا ړومبی ځل دی چې د بل ستوري د استوګنې وړ سیمې په یوه ډبرین سیاره کې د فضا شتون کشف شوی دی.”

دغه سیارې ( ایل ایچ ایس ۱۱۴۰ بي) ته نوم ورکړی شوی دی چې د زمکې نه ۴۸ نوري کاله لرې ده. دا د یو داسې ستوري ګیر چاپیره چورلي، چې زمونږ د نمر په پرتله ورکوټی او نسبتاً یخ دی.

تر اوسه پورې د لرې پرتو ستورو ګیرچاپیره چورلیدونکې شاوخوا ۶ زره سیارې موندل شوې دي، خو دا نوې موندنه ځکه ځانګړی اهمیت لري چې دا مونږ د ژوند جوګه  نړۍ موندلو هدف ته یو بل مهم ګام ورنږدې کوي. پوهان وایي، جیمز ویب ټیلي سکوپ به اوس ددغه سیارې پحقله نور معلومات راغونډ کړي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.