ایران او فرانس تر منځه ډیپلوماټیکې اړیکې ترخې شوې

د راپورونو تر مخې، د ایران د خارجه چارو وزیرعباس عراقچي د سې‌ شنبې په ورځ په یویشتمه جولایي د خپل فرانسوي هم منصب ژان نوئل بارو سره په ټیلیفوني خبرو کې دا موضوع راپورته کړه، چې تهران کې د فرانسوي ډیپلوماټانو چلند ناسم دی، او ویې ویل چې د هغوی کړنې له منل شویو سفارتي معیارونو سره سمون نه لري.

هغه زیاته کړه چې تهران کې د فرانسې د دوو ډیپلوماټانو چلند “د منلو وړ نه دی” او ټول بهرني سفارتي ماموریتونه باید د کوربه هېواد قوانینو، مقرراتو او په نړیواله کچه منل شویو سفارتي اصولو ته درناوی وکړي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دې ټیلیفوني خبرو کې په دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ ییزو او نړیوالو مسئلو هم د نظرونو تبادله وکړه.

بل لوري ته، فرانسې په شلمه جولایي ویلي وو چې په تهران کې یې د سفارت دوه کارکوونکي د څو ساعتونو لپاره نیول شوي وو او هغوی کې یو سره د ایراني امنیتي ځواکونو له خوا ناسم چلند هم شوی دی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو دغه پېښه د ډیپلوماټیک استثنا ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل چې دواړو ډیپلوماټانو د ایران  خلکو اوعلمي ټولنې سره د کلتوري اړیکو او تبادلو د پیاوړتیا دنده ترسره کوله.

د دې پېښې په تړاو د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم په یویشتمه جولایي په پیریس کې د ایران شارژدافیر (ناظم‌الامور) وزارت ته غوښتی وو.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.