افغانستان، نورستان کې دسيلابونو له امله ٢٣ کسان مړه،د١٠٠و نه زيات بې درکه

د افغانستان په  نورستان صوبه کې راغلو ناڅاپي سېلابونو  له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي  اود ١٠٠و  نه زيات   بې درکه شوي  دي. ريسکيو ډلې( مرستندويه او يا دژغورنې ډلې) په دوېمه ورځ هم په خټو او ملبه کې د ژوندو کسانو د لټون کار روان ساتلی دى.

د افغانستان د قدرتي افتونو د انتظام ادارې ترمخه، سېلابونه د ګل په ورځ راغلي وو چې له امله يې ګڼ کورونه راپرېوتلي او ۸۰ کسان ژوبل شوي دي.

د نورستان سرښار پارون تر ټولو زيات ځپلې شوې سيمه ده. مقامي چارواکي وايي، چې اوس هم ځينې کلي د لارې بندېدو له  له امله ريسکيو ډلو ته نه دي رسېدلي او وېره ده چې د مړو شمېر به نور هم زيات شي.

نورستان د افغانستان يوه لرې پرته او غرييزه سيمه ده چې د پاکستان پولې سره لګېدلې ده. خرابې لارې او سخت غرييز حالت د مرستندويه ډلو کار نور هم ګران کړی، ځکه ځايي خلک هم د بې درکه کسانو په لټون کې د  ژغورنې اهلکارو سره اوږه په اوږه برخه اخلي.

د فرانس پرېس خبري ادارې اى ايف پي ترمخه، د نهې په ورځ په پارون کې ګڼ خلک د خپلو بې درکه خپلوانو په لټون بوخت وو او ځينو  په خپلو لاسونو او لرګيو سره خټې او ملبه لرې کوله.

۳۴ کلن فارمسسټ فريد ګل ظهير، چې د غر په لور د تېښتې په وخت ژوبل شوی، وايي: “ما په خپل ژوند کې دومره خطرناک سېلاب نه و ليدلی. داسې محسوسېده لکه زلزله چې شوې وي، او د ماشومانو او خلکو چغې مې اورېدلې.”

بلخوا د افغانستان د موسمياتو ادارې خبرداری ورکړی چې راتلونکو څو ورځو کې به د هېواد په ۳۴ صوبو( ولايتونو) کې د ۱۰ صوبو لپاره نور هم سخت بارانونه، تېز بادونه، ګرد او شګې، تندرونه او ناڅاپي سېلابونه راتللی شي. ادارې خلکو ته ويلي چې د سيندونو، خوړونو او د سېلاب خطره  لرونکو ځايونو نه دې ځان لرې ساتي.

د افغانستان نورستان صوبه وړاندې هم د سختو سېلابونو ښکار پاتې شوې ده.

۲۰۲۱ کال د اوړي په موسم کې نورستان کې راغلو سېلابونو لږ تر لږه ۱۱۳ کسان مړه کړي وو.

هم دغه شان  د۲۰۲۴ کال د پسرلي په موسم کې د افغانستان په بېلابېلو صوبو کې ناڅاپي سېلابونو له ۳۰۰ نه زيات کسان مړه کړي وو.

سږ کال هم د سېلابونو او غرونو د ښويېدو   په پېښو کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان مړه شوي وو.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.