اسلام اباد:په علاقايي صورتحال دايران داخله وزير پاکستاني اعلى چارواکو سره مذاکرات کوي

دپاکستان په سفر اسلام اباد ته راغلي  دايران داخله وزير اسکندر مومني  ويلي  دسيمې موجوده صورتحال او دتجارت په وده به ددورې په دوران خبرې اترې کولاى شي.

 دايران داخله وزير اسکندر مومني په اسلام اباد کې دخپل پاکستاني سيال  محسن نقوي سره دګل په ورځ په علاقايي صورتحال دمذاکراتو نه پس پاکستان او ايران  دخپل دوه اړخيزه تجارتي حجم لس اربو ډالرو ته دغځولو عزم تکرار کړى دى.

اسکندر مومني اسلام اباد ته دا سفر په داسې حال کړى چې  دامريکې او ايران ترمينځ دتيرو لسو ورځو راهسې يوځل بيا جنګ روان دى، دې صورتحال اندېښنه پيدا کړې ده چې دغه شخړه  دسيمې نور ملکونه هم پخپله غيږه کې اخستلاى شي.

 دواړو ملکونو په اوسنيو مياشتو کې دتجارت غځولو لپاره په ګڼو معاهدو او مفاهمتي يادداښتونو لاسليکونه کړيدي، دا وخت دپاکستان او ايران ترمينځ  کليز تجارت تقريباً درې  اربه ډالر دي چې لسو اربو ډالرو ته دغځولو عزم يې تکرارولى شي.

اسکندر مومني ويلي  دلسو اربو ډالرودتجارت هدف  دترلاسه کولو لپاره دې  روزانه اوسطاً  تقريباً دوه زره ټرکونه يا کنټينرې ددواړو ملکونو ترمينځ تګ راتګ کوي، اوس مهال ددې هدف صرف ٢٠ فيصده ترلاسه کيږي.

ده وويل چې  ددې مقصد لاپره ددواړو اړخو ته دانفراسټرکچر بهتر جوړول ضروري دي او همدا معاملات  دمذاکراتو برخه ده، دهغه له مخې علاقايي پرمختګ به هم ددورې په دوران تر بحث لاندې راځي.

دايران داخله وزير سره دلوړې کچې وفد هم  پاکستان ته راغلى.

ددې دورې په دوران به اسکندر مومني دوزيراعظم شهبازشريف او چيف اف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل عاصم منير سره هم ملاقات کوي.

 پاکستان دقطر او نورو علاقايي ملکونو سره په ګډه دامريکې او اريان ترمينځ په سفارتي رابطو کې کردار ادا کوي، په جون کې ترسره شوي داسلام اباد مفاهمتي معاهدې لاندې   دواړو ملکونو دتاوتريخوالي راکمولو او په پراخه تنازعو دمذاکراتو په شروع کولو اتفاق کړى و، وروسته په سويټزرلينډ کې مذاکرات شوي وو چرته چې دايران جوهري پروګرام، بنديزونو کې نرمۍ او دتنازعاتو حل لپاره په طريقه کار ٦٠ ورځنى روډ ميپ منظور کړاى شوى، خو داوسني جنګ او په يو بل دمعاهدې دخلاف ورزۍ دتورونو نه پس دا سفارتي عمل ددباو ښکار دى، ددې باوجود هم دپاکستان موقف دى چې دمذاکراتو دروازې اوس هم پرانستې دي او اسلام اباد به دخبرو اترو دودې لاپره خپل کوششونه جاري ساتي.

په اسلام اباد کې دايران داخله وزير داستقبال په موقعه محسن نقوي وويل اميد دى چې اسکندر مومني  دځان سره ښه خبرونه راوړي دي او دى په علاقايي صورتحال کې دبهترۍ اميد کوي.

دا ليکنه په ټولنيزو رسنيو شريکه کړئ

زمونږ افيشل خپرونې په اي ميل وګورئ

خبرپاڼې ته ګډون وکړئ

د نویو خبرونو او مقالو لپاره خپل برېښنالیک ولیکئ.