ددوبۍ فيشن ويک( اوونۍ) دسپرلي ٢٠٢٧م ايډيشن لپاره دميلمنو درجسټريشن عمل شروع کړل شوى دى، دمنتظمينو ترمخه دفيشن اوونۍ به دوړومبي ستمبر نه شروع کيږي، خو دشريکو ډيزاينرانو دمکمل فهرست او رن وى شوز حتمي او يا غوڅ شيډول يا مهالوېش تراوسه نه دى جاري کړل شوى.
دوبۍ فيشن ويک، ددوبۍ ډيزاين ډسټرکټ او عرب فيشن کونسل يو مشترکه پليټ فارم دى، ددې مقصددمتحده عرب اماراتو، عرب دنيا او نورو ملکونو دډيزاينرانو دخريدارانو، رسنيو او فيشن دصنعت استازو يا نمايندګانو سره پيوست کول دي.
منتظمينو ويلي دسپرلي مکمل پروګرام به زر جاري کولاى شي نو ځکه په ټولنيزه ميډيا يا رسنۍ په ګردش کوونکو غيرسرکاري فهرستونو کې شامل ډيزاينران،ماډلز يا دمشهورو شخصياتو شرکت دسرکاري تصديق نه بغير حتمي نه شي ګڼل کيداى.
اينده ايډيشن به دعرب فيشن کونسل دنوې چييروومن يا مشرې امينه طاهر په مشرۍ ترسرهکيږي، دکونسل ترمخه هغوي به په ستمبر کې دترسره کيدونکې يوې ځانګړې دستورې په دوران داينده منصوبو او فيشن صنعت په اړه دخپلو ترجيحاتو اعلان کوي.
دنوي فيشن ويک دسپرلي په تيرايډيشن کې څلويښتو ډيزاينرانو شرکت کړى و. په پروګرام کې درن وى شوز نه علاوه خريدارانو سره ملاقاتونه، شخصي دستورې او دفيشن نعت په اړه نورې سرګرمۍ يا هلې ځلې هم شامل وې.
دفيشن ويک په سرکاري ويب سايټ په مختلفو پاڼو داختتامي تاريخ په حقله فرق موجود دى، په يوه پاڼه پروګرام دوړومبي نه پينځم ستمبر او په دويم دوړومبي نه شپږ ستمبر پورې درجدى،دحتمي شيډول جاري کيدو پورې صرف دوړومبي ستمبر تاريخ کره ګڼل کيږي.